کابل (پژواک، ۴ کب ۹۶) : د ترهګرو ډلو مالي ملاتړ کوونکو هیوادونو په څار لیست کې د پاکستان د نوم راوړلو په اړه ضد او نقیض راپورونه ورکړل شوي دي.
د مالي منابعو د څارنې د نړیوالې ادارې یوه اوږده غونډه، چې څو ورځې مخکې د فرانسې په پلازمینه پاریس کې پیل شوې وه، نن پاي ته ورسیده.
امریکا ددې غوندې له پیل څخه مخکې پیل اعلان کړی و، چې دغې ادارې ته به وړاندیز کوي، چې پاکستان د ترهګرو د ملاتړو هیوادونو په څار لیست کې راوړل شي.
د رایټرز خبري اژانس دیادې غونډې د ځینو ګډوالو او نورو سرچینو په حواله نن غرمه راپور ورکړی و، چې پاکستان په دغه لیست کې شامل کړی شو.
خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دا خبر رد کړی و او ویلي وو، چې دورځې په وروستیو برخو کې به رسمي اعلامیه خپره شي.
خو کله چې اعلامیه شوې، نو دترهګرو ډلو دمالي ملاتړ کوونکو هیوادونو نومونه خپور شو، خو د پاکستان نوم پکې نه و، ایتهوپیا، سری لانکا، شام، سربیا، تیونس او یمن هغه هیوادونه دي، چې په دې لیست کې راغلي دي.
دغه راز یادې ادارې د هغو هیوادونو نومونه هم خپاره کړي، چې په دې برخه کې یې پرمختګ کړي، خو په دې لیست کې هم د پاکستان نوم نشته.
سرچینې ویلي، چې پاکستان ته درې میاشتې نور وخت ورکړل شوی، څو دترهګرو ډلو پر ضد جدي اقدامات وکړي.
دیادونې وړ ده، چې پاکستان د ٢٠١٢ نه تر ٢٠١٥ پورې هم دیادې ادارې له خوا تر څارنې لاندې و.
د مالي منابعو د څارنې نړیواله اداره یا FATF، ٣٧ غړي لري چې د سعودي عربستان په گډون د خلیج د حوزې هیوادونه هم په کې شامل دي. ددې ادارې اصلي ماموریت د پیسو د تطهیر پر ضد مبارزه ده چې ترهگرې ډلې له دې لارې تمویلیږي.
login or register a new account.