کابل (پژواک، ٥ کب ٩٦) : په افغانستان کې د اندونيزيا سفير وايي، هېواد يې هڅه کوي چې د علماوو په اجماع سره په افغان سوله کې منځګړیتوب وکړي .
په کابل کې داندونيزيا سفير عارف رحمان دغه څرګندونې د کب په ٥ مه، د حکومت د اجراييه رياست له لومړي مرستيال انجنير محمد خان سره دليدنې پر مهال کړې دي.
د اجراييه رياست د لومړي مرستيال رسنيز سلاکار قاضي حبيب الرحمن ابراهيمي پژواک خبري اژانس ته وويل،په دغه ليدنه کې د افغانستان او اندونيزيا پر سوداګريزو، تعليمي او سياسي اړيکو او په افغانستان کې د سولې او روغې جوړې په اړه خبرې وشوې.
هغه زياته کړه، انجنير محمد خان له اندونيزيا سره د افغانستان اړیکې دوستانه او تاریخي وبللې او ددغه هېواد د حکومت او خلکو له هغو مرستو یې مننه وکړه چې په تېر کې يې له افغان ولس سره کړې دي.
لومړي مرستيال په هېواد کې په سوله او ثبات ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې په افغانستان کې ثبات او سوله د سیمې او نړۍ د سولې او ټیکاو لپاره مهمه ده او د سیمې هېوادونه باید په ګډه د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه وکړي.
محمدخان تېرو تجربو ته په کتو په افغانستان کې د سولې او روغې جوړې په پروسه کې د اندونیزیا پر ونډې ټینګار وکړ او ويې ويل چې د ملي یووالي حکومت د دولت له ټولو هغو مخالفو ډلو سره روغې جوړې ته ژمن دی چې غواړی د سولې له لارې د خپل ولس او خلکو سره یو ځای شي.
په کابل کې د اندونیزیا سفیر له افغانستان سره د هر راز مرستو ډاډ څرګند کړ او ويې ويل چې هېواد به يې له افغانستان سره په سوداګرۍ، تعلیم، تحصیل او سولې بهیر کې هېڅ ډول مرستې ونه سپموي.
هغه په افغانستان کې د سولې په خبرو ټینګار وکړ او ويې ويل ، هېواد يې هڅه کوي چې د علماوو په اجماع سره په افغان سوله کې منځګړیتوب وکړي او روانې جګړې ته د پای ټکی کېږدی.
ټاکل شوې ده چې راتلونکې مياشت د افغان سولې په اړه د افغانستان، پاکستان او اندونيزيا د علماوو ګډ کنفرانس جوړ شي.
د اندونیزیا سفیر عارف وویل چې د هېواد ۲۰ پوهنتونونه به يې افغان محصلينو ته د لوړو زده کړو زمینه برابره کړي او په بېلابېلو برخو کې به يې وروزي .
نوموړي د غه راز د اجراييه رياست لومړي مرستيال انجينیر محمد خان ته په سوداګریز نندارتون کې د ګډون بلنه ورکړه چې راتلونکې مارچ میاشت کې به په اندونيزيا کې جوړ شي.
ابراهيمي وايي، د اجراييه رياست لومړي مرستيال دغه بلنه ومنله.
د يو بل خبر له مخې، د اندونيزيا سفير د ننګرهار ولايت ځايي چارواکو سره دليدنې پر مهال په بېلا بېلو برخو کې د همکاريو ژمنه وکړه.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک ته وويل،د ننګرهار د مستوفي په مشرۍ پلاوي دغه لیدنه په کابل کې د اندونيزيا سفير سره وکړه.