Language

نعيمي : کندوز لپاره نوې منظورې شوې درې ولسوالۍ به ژر فعالې شي

کندوز ښار (پژواک، ٥ کب ٩٦) : د کندوز والي عبدالجبار نعيمي وايي، چې دې ولايت لپاره نوې منظورې شوې ولسوالۍ به ډېر ژر فعالې شي.

نعيمي دغه څرګندونې نن د کب په ٥ مه، د کندوز ولايت د ملکي ادارو له رئیسانو سره په ځانګړې ادارې غونډه کې کړې دي.

د ولايت مقام لخوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې  والي ټولو رئیسانو ته په  اړوند برخو کې لازمې لارښوونې وکړې او ټېنګار يې وکړ چې  منظورې شوې درې ولسوالۍ (ګلتپه،کلباد او اقتاش) فعالې شي.

دا ولسوالۍ اوسمهال د ولايت په مرکز کې خپلې ادارې چارې پرمخ وړي  ، چې فعالېدلو سره به په اړوند سیمو د عامه خدمتونو لمن پراخه شي.

نعيمي زياته کړه : ((کندوز پرلپسې جګړو سخت ځپلی، په ټولییزه توګه شپه ورځ کارته اړتیا لري، د سکتوري ادارو ريیسان مکلف دي چې څومره ژر کیدای شي د سږ مالي کال بوديجه  پر وخت را  انتقال کړي ، ترڅو په دغه ولایت کې دپرمختګ نوی پړاو پيل شي.))

هغه ادارې ريیسان مکلف کړل ، چې په ادارو کې دنظم، دسپلین، د حاضرۍ پابندۍ، د مراجعینو چارو ته پروخت رسیده ګۍ او د اړوند چارو د نظارت اصل ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د کندوز نوي والي عبدالجبار نعيمي په دغه ولایت کې مېشتو قومونو او خلکو ته  یو شان خدمات وړاندې کول خپل لومړیتوب یاد کړ او له ټولو ريیسانو يې وغوښتل ، چې په پوره صداقت ،رښتینولۍ او وطندوستۍ سره ورسپارل شوي مسؤلیتونه ترسره کړي .

login or register a new account.

Related Topics