Language

د پکتیکا چاودنه کې درې کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي

تعقيبي- ښرنه (پژواک، ٦ کب ٩٦): د پکتيکا په يحيى خېلو ولسوالۍ کې د موټرسايکل بم چاودنې له امله د يو پوليس په ګډون درې کسان وژل شوي او ١٢ نور ټپيان دي.

د يحيى خېلو امنيه قوماندان محمد رضا پاچا د کب په شپږمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې شاوخوا لس بجې د دې ولسوالۍ په بازار کې د موټرسايکل بم چاودنه شوې ده.

ده وويل چې په دې چاودنه کې د يوه پوليس په ګډون درې کسان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

خو د ښرنې د ملکي روغتون يوې سرچينې پژواک ته وويل چې له دې چاودنې ١٢ ټپيان ور وړل شوي چې يو پوليس او پاتې نور عام خلک دي.

د يحيى خېلو بازار يوه هټۍ وال محمدالله پژواک ته وويل چې چاودېدونکي توکي په يو موټرسايکل کې ځاى پر ځاى شوي وو.

ده وويل چې په دې چاودنه کې ملکي خلکو ته د مرګ ژوبلې تر څنګ يو شمېر هټۍ نړېدلې او درې موټر هم له منځه تللي دي.

د دې پېښې مسووليت تر اوسه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.

د يادونې ده، شاوخوا درې کاله وړاندې د همدې ولسوالۍ د واليبال په ميدان کې ځانمرګى بريد وشو چې تر سلو ډېرو کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې وه.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.