ژبه

عمر زاخېلوال د خپلې دندې پرېښودو وړاندیز کړی

کابل (پژواک، ٧ کب ٩٦): په اسلام اباد کې د افغانستان سفير او د ولسمشر ځانګړى استازى ډاکتر حضرت عمر زاخېلوال له ولسمشر اشرف غني غوښتي چې د ده پر ځاى نوى سفير وټاکي.

د حکومت يوې باوري سرچينې د کب په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې زاخېلوال په دې وروستيو کې ولسمشر غني ته په دې اړه ليکلى وړانديز ورکړى دى.

سرچينه وايي چې زاخېلوال له ولسمشره غوښتي چې د ده پر ځاى بل تن وګوماري او څو چې نوى سفير ټاکل کېږي، دى به خپلې دندې ته دوام ورکوي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، کله چې عمر زاخېلوال په اسلام اباد کې د سفير په توګه ټاکل کېده؛ نو له ولسمشر سره يې هوکړه کړې وه چې دا دنده به يواځې د دوو کلونو لپاره پر مخ وړي.

دغې سرچينې وويل چې اوس د زاخېلوال دوه کاله پوره شوي او هغه نه غواړي چې نور دې دندې ته دوام ورکړي.

زاخېلوال د ١٣٩٤ لمريز کال په مرغومي مياشت کې د سفير په توګه ټاکل شوى و.

ياده حکومتي سرچينه وايي، زاخېلوال له حکومته بله دنده هم نه غواړي.

يوې بلې سرچينې پژواک ته وويل، امکان لري چې زاخېلوال راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته ځان کانديد کړي؛ ځکه سفارت پرېږدي او له اوس څخه غواړي کمپاين پيل کړي.

عمر زاخېلوال هم په ټولنيزه شبکه فيسبوک کې ليکلي، چې استعفى يې نه ده ورکړې، خو ولسمشر ته يې وړانديز کړى، چې غواړي دنده پرېږدي.

هغه زياته کړې : ((دا پرېکړه مې بل هیڅ دلیل، انګیرنه او انګیزه نه لرې، پرته له دې چې، زما دوه کاله پوره شول او د دندې په پیل کی می په دوه کالو سلا کړی وه. البته ولسمشر ته می ویلی چی د بلی رسمی دندی غوښتنه نه لرم .))