ژبه

سکاټلينډ د نړيوال جام غوراوي سياليو کې افغانستان ته ماتې ورکړه

کابل (پژواک، ١٤ کب ٩٦): سکاټلينډ د کرکت د نړيوال جام د غوراوي سياليو په لومړۍ لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه.

د اتو لوبډلو په ګډون دا سيالۍ پرون په افريقايي هېواد زمبابوې کې پيل شوې دي.

د دې لوبې پچه د سکاټلينډ لوبډلې وګټله او لومړى يې د توپ اچونې پرېکړه وکړه، د افغانستان لوبغاړو په ډېرې احتياط سره توپوهنه پيل کړه، خو له احتياط سره سره يې خپلې ويکټې هم له لاسه ورکولې.

د افغانستان څلور پياوړي لوبغاړي په ٧٠ منډو سوځېدلي وو، خو وروسته محمد نبي او نجيب الله ځدراڼ په زړه پورې لوبه وکړه او د افغانستان منډې يې له ٢٠٠ واوړولې، اټکل کېده چې افغانستان به نږدې ٣٠٠ منډې جوړې کړي، خو د نبي او نجيب له سوځېدو وروستو نورو لوبغاړو مقاومت ونه شو کړاى او هغوى هم ژر ژر وسوځېدل.

د افغانستان لوبډلې  په ټاکل شوو ٥٠ اورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو سره ٢٥٥ منډې جوړې کړې او سکاټلينډ ته يې د ٢٥٦ منډو هدف ورکړ.

د ملي لوبډلې له لوري محمد نبي ٩٢، نجيب ځدراڼ ٦٧ او شهزاد محمدي ٣٧ د پام وړ منډې جوړې کړې.

سکاټلينډ ياد هدف په ډېرې اسانۍ سره په اته څلوېښتم اوور کې د درېيو لوبغاړو په سوځېدلو سره ترلاسه او لوبه يې وګټله. د افغانستان له لوري مجيب ځدراڼ ٢ او راشد خان يو لوبغاړى وسوځول.

افغانستان به خپله دويمه لوبه د چهارشنبې په ورځ له کوربه زمبابوې سره ترسره کوي.

login or register a new account.