ژبه

غزني کې په دوو ترافیکي پېښو کې لس کسان ټپيان شوي

کابل (پژواک، ۲۶ غویی ۱۴۰۵): د غزني امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په قره‌باغ او اندړو ولسوالیو کې د دوو ترافیکي پېښو له امله لس کسان ټپيان شوي دي.

د غزني د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي، لومړۍ پېښه پرون مازدیګر په سپین‌ برنډ سیمه کې د کابل – کندهار پر لویه لار د دوو مسافرو وړونکو موټرو او یوه تراکتور ترمنځ د ټکر له امله شوې چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون شپږ کسان ټپيان شوي دي.

سرچینه زیاتوي، دویمه پېښه د اندړو ولسوالۍ په سردې سیمه کې د غزني – پکتیکا پر لار د یوه موټر د چپه کېدو له امله شوې چې پکې څلور کسان ټپيان شوي دي.

امنیې قوماندانۍ ویلي چې د پېښو له رامنځته کېدو وروسته امنیتي ځواکونه سیمو ته رسېدلي او ټپیان یې د درملنې لپاره روغتونونو ته لېږدولي دي.

د چارواکو په خبره، د دواړو پېښو اصلي لامل بې‌احتیاطي او د ترافیکي اصولو نه رعایت بلل شوی دی.