ژبه

د کجکي او موسى کلا برېښنا بندونو تړونونه لاسليک شول

کابل (پژواک، ١٥ کب ٩٦): د هلمند د کجکي برېښنا بند دویم فاز د تولید او خریدارۍ او د زمینداور کانال او موسی کلا بند د جوړولو قراردادونه لاسلیک شول.

له ارګه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو مراسمو کې د ولسمشر اشرف غني تر څنګ د حکومت اجرائیه رييس ډاکتر عبدالله عبدلله، يو شمېر وزيرانو، وکيلانو او نورو چارواکو هم شتون درلود.

سرچينې زياته کړې چې لومړى د کجکي برېښنا بند دویم فاز د ۱۰۰ مېګاواټه تولیدي پروژې اجرائیوي قرارداد د انرژۍ او اوبو وزارت معین محمدګل خُلمي او د ۷۷ ساختماني شرکت ريیس سلیمان سیلیف لاسلیک کړ.

سرچينې زياته کړې، وروسته د یادې پروژې د برېښنا پېرلو قرارداد د افغانستان برېښنا شرکت ريیس انجینر امان الله غالب او د ۷۷ ساختماني شرکت ريیس سلیمان سیلیف لاسلیک کړ.

په خبرپاڼه کې راغلي، ۷۷ ساختماني شرکت پر دې پروژې ۱۷۵ میلیونه ډالره پانګونه کوي او یاده پروژه به د عامه او خصوصي مشارکت له لارې په عصري ډول جوړه، ګټې اخیستنې ته چمتو کېږي او لېږد یې د ۲۰ کلونو لپاره تطبیقیږي.

سرچينې ويلي، یاده پروژه د مالیاتو له لارې د دولت پایښت لرونکي عایداتي منبع ده چې د افغانستان دولت به د مالیې له درکه ۹۳ میلیونه ډالره عواید لاسته راوړي او له اقتصادي پلوه به زیاتې ښېګڼې او فرصتونه لکه کاري او شغلي فرصتونه، ولس او متشبثینو ته د انرژۍ پایداره منبع، د دولت د بودجې د کسر کموالی، د تشبثاتو او کورنیو تولیداتو وده، وارداتي انرژۍ لپاره پایداره بدیل او د انرژۍ په برخه کې به د خصوصي سکتور د پانګونې د ودې لامل شي.

دغه راز وروسته د زمینداور کانال او موسی کلا بند جوړولو قرارداد د کرنې او اوبو لګولو وزیر نصیراحمد دراني او د ۷۷ ساختماني شرکت ريیس سلیمان سیلیف تر منځ لاسلیک شو.

د زمینداور کانال او موسی کلا بند په جوړولو سره به د سیمې اوسېدونکو ته زیاتې اسانتیاوې لکه د اوبو له پلوه پر وخت د خلکو د اړتیاوو پوره کول، د سېلابونو مخنیوی، د برېښنا تولید، د زیاتې ځمکې کرنیزه کېدل، د څښاک پاکې اوبه، د خلکو د ژوند ښه والی، د چاپېریال مثبتې پایلې، په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کارموندنې منبع، اعتماد جوړول او د کلیو پر مرکز د فشار کموالی مساعدوي.

login or register a new account.