Language

پکتيکا کې د ولور په کم والي ټينګار وشو

ښرنه (پژواک، ١٧ کب ٩٦): د پکتيکا قومي مشران وايي، د دې ولايت په څو ولسوالیو کې د لوړ ولور له امله ځوانان په نشه یي توکو روږدي شوي دي.

دوى دا خبرې، تېره ورځ په هغې غونډه کې وکړې چې د لوړ ولور د راکمولو په موخه په اورګون ولسوالۍ کې د دیني عالمانو، مدني فعالانو او قومي مشرانو ترمنځ جوړه شوې وه.

د غونډې ګډونوال وايي، د عامه پوهاوي له کمپاین او سلا مشورو وروسته به د ولور اندازه له يو ميليون افغانیو درې نیمو سوه زره افغانیو ته راکمه کړي.

دوى زياتوي، د لوړ ولور له امله ځوانانو نشه يي توکو ته مخه کړې او ټولنه کې يې ګڼې ستونزې راولاړې کړې دي.

يوه قومي مشر شاه محمد بمبر په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وويل: ((په هر کور کې یو پوډري شته، دا ولې؟ هلته یې پلار ورته کوژده کړې، دلته یې واده نشته، خپل ځان یا زندۍ کوي او یا پوډري کېږي.))

يوه بل قومي مشر محمد عظيم اورګوني وويل: ((تاسو که حل غواړئ، له خپلو عالمانو او مشرانو سره کېنئ، په دا مهر باندې وغږېږئ، دا مهر کم کړئ او د خپل کور عزت وساتئ.))

دیني عالم مولوي غازي وويل، زیات مهر چې رسول الله(ص) نه دی خوښ کړی، نو په دې بايد پوه شو چې دغه عمل محبوب نه دى او په لوړ مهر سره ژوند تباه کېږي.

د اورګون د قومونو شورا مشر محمد مظلوميار وويل، د لوړ ولور د راکمولو لپاره کلي په کلي او جومات په جومات کمپاین پیلوي او وروسته یې په یوه لویه ولسي غونډه کې له يو ميليون افغانیو درې نیم سوه زره افغانیو ته راکموي.

دى زياتوي: ((موږ وخت ورکوو چې ترڅو په کلیو او جوماتونو کې خلک خبر شي او تبلیغات وکړو، او خلکو ته وغږېږو چې ولور او مهر دې راکم شي او په شریعي اصولو دې خلک تګ وکړي، ان شاءالله کوښښ کوو چې موږ دغه کار د اورګون زون په ولسوالیو کې د علماوو، مشرانو او ځوانانو سره په ګډه تطبیق کړو.))

بل خوا يوه ځوان سېلابت صديقيار د غونډې په څنډه کې پژواک ته وويل: ((ولورونه مو سرمایه دارو خلکو راته لوړ کړي دي، په کلي کې به یو یا دوه یا مثال پنځه کسان روپۍ لري، هغه د نوم جوړولو په خاطر اته لکه لس لکه افغانۍ په ولور کې ورکوي. نو ولورونه خورا لوړ دي، غريب سړی چې کوژده کوي، یو وارې به دوبۍ ته یا سعودي ته يا په اصطلاح خارجي هېوادونو ته سفر کوي ترڅو د کوژدې لپاه پيسې پيدا کړي، بيا چې کوژده وکړي، مجبور دى بيا لاړ شي د ولور پيسې راپوره کړي؛ دې چارې ځوانان سخت اندېښمن کړي دي.))

ياد شوي دیني عالمان، قومي مشران او مدني فعالان په داسي وخت کې د ولور د راکمولو تړون ته مټې رابډ وهلي، چې څه موده وړاندې پژواک په دې اړه د ځوانانو شکایتونو یو راپور خپور کړی و.​

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.