خوست- لښکرګاه (پژواک، ٢١ کب ٩٦): په خوست او هلمند ولايتونو کې دولتي سرتېرو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هلمند يوې دولتي باوري سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، د کب په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د ناوې ولسوالۍ په خسراباد سيمه کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ د جګړه پر مهال پر يوه کور د هاوان مرمۍ لګېدلې چې له امله يې دوه ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
سرچينې وويل چې د پېښې په قربانيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او هاوان د ملي اردو له قرارګاه فير شوى و.
دغې امنيتي سرچينې وويل چې په جګړه کې يو د ملي اردو سرتېرى هم وژل شوى دی.
خو رسمي سرچينې نا خبري ښيي.
بلخوا د خوست امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر وايي چې د دغه ولايت په مرکز کې ناپېژاندو وسله والو د پوليسو يو افسر له يوه بل کس سره ويشتلی او وژلی دی.
سرچينې پژواک اژانس ته وويل چې یو ساتنمن او ملګری یې تېر ماښام د خوست په مرکز متنون کې يوې مېلسمتيا ته تللي وو چې د بېرته راتګ پر مهال پرې ناپېژاندو وسله والو بريد کړی دی.
سرچينې زياته کړه چې دغه وژل شوی افسر د خوست د پخواني امنيه قوماندان د تره زوی او له هغه سره يې د ساتونکي په توګه هم دنده ترسره کړې وه.
تر اوسه د دې پېښې مسووليت چا پر غاړه نه دی اخيستی او نه هم وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه ويلي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP