کندوز ښار (پژواک،٢٢کب٩٦): د کندوز اوسېدونکي وايي چې که ډېر ژر د وسله والو طالبانو پر وړاندې په دغه ولايت کې چاڼيز عمليات پيل نه شي، کندوز به يو ځل بيا سقوط وکړي.
دا ولايت په تېرو دوو کلونو کې دوه ځلې وسله والو طالبانو نيولى، خو تر يوې مودې وروسته بېرته امنيتي ځواکونو تر خپلې ولکې لاندې راوستى دى.
د کندوز ښار يوه اوسېدونکي رفيع الله د کب په ٢٢ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله وال طالبان يو ځل بيا د کندوز ښار دروازو ته نږدې شوي دي.
هغه وايي: ((طالبان ډېر پياوړي شوي، هره شېبه د يوې قوي حملې احتمال شته، بايد اماده ګي ورته ونيول شي.))
دغه راز د قلعه زال ولسوالۍ يوه اوسېدونکي شېرمحمد پژواک ته وويل چې د دغې ولسوالۍ ډېره برخه له وسله والو طالبانو سره ده او پاتې برخه يې له لوړ امنيتي ګواښ سره مخ ده.
هغه وايي: ((دلته امنيتي ځواکونه په دفاعي حالت کې دي، معطل دي چې څه وخت پرې طالبان حمله وکړي او دوى له ځانه دفاع وکړي، نور بايد تعرضي حالت غوره کړي.))
همدارنګه د دشت ارچي ولسوالۍ د بازار يوه اوسېدونکي حاجي ګل محمد پژواک ته وويل: ((د دغې ولسوالۍ يواځې يو سړک او د ولسوالۍ له تعمير پرته نورې ټولې سيمې له طالبانو سره دي.))
ده زياته کړه، وسله وال طالبان په دغې ولسوالۍ کې مرکزونه لري او نورو طالبانو ته هم همدلته روزنه ورکول کيږي.
دغه راز د کندوز د مدني ټولنې غړي ذبيح الله مجيدي پژواک ته وويل چې د ژمي په درېيو مياشتو کې خلک په تمه وو چې د طالبانو پر وړاندې به عمليات پيل شي، خو دا کار ونه شو.
د هغه د معلوماتو له مخې، د کندوز د ښار ناصر قشلاق، کټه خېل، چرخ اب، الچين او ځينې نورې سيمې له وسله والو طالبانو سره دي.
په ورته وخت کې د کندوز د ولايتي شورا غړي غلام رباني رباني پژواک ته وويل چې د ژمي په موسم کې بايد امنيتي ځواکونو د طالبانو پر ضد عمليات کړي واى.
د ده په وينا، وسله وال طالبان د کندوز ښار دروازو ته رسېدلي، خو تر اوسه هېڅ ډول تدابير ورته نه دي نيول شوي.
login or register a new account.