ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تخار کې د ۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت ورزشي جمنازیوم جوړ شو

تخار کې د ۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت ورزشي جمنازیوم جوړ شو

author avatar
14 Mar 2018 - 16:17
تخار کې د ۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت ورزشي جمنازیوم جوړ شو
author avatar
14 Mar 2018 - 16:17

تالقان (پژواک، ٢٣ کب ٩٦): تخار کې د ٣٠ ميليونه افغانيو په لګښت یو جوړ شوى ورزشي جمنازيوم ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.

د تخار د سپورت امر نقیب الله جلیلي د کب په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه جمنازیوم په ۲۴ بسوې ځمکه کې په معیاري ډول جوړ شوی دی.

جلیلي وايي چې پر دغه جنمازیوم ۳۰ ميلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې په تخار کې د لوبو د ودې لپاره یې ښه زمینه برابره کړې ده.

نوموړی زیاتوي: ((په یوه وخت د زرګونو لوبغاړو او سيلانیانو ځای لري، دا په تخار کې د لوبو د ودې لپاره مهم رول لوبولی شي، له فوټبال او کرکټ پرته ټول فدراسیونونه په کې سیالۍ او لوبې ترسره کولی شي.))

په ورته وخت کې بیا د تخار والي فضل الله مجددي هم د دغه جمنازیوم پرانيسته د تخار ورزشکارانو او د لوبو د ودې لپاره لویه لاسته راوړنه وبلله.

مجددي وویل سیمه ییز حکومت ژمن دی چې لوبغاړو ته د سیالۍ او لوبو لپاره د ښې زمینې برابرولو هڅې وکړي.

والي وویل: ((په تخار ولایت کې د معیاري جمنازیوم جوړېدل لویه لاسته راوړنه ده؛ ځکه چې لوبغاړي په منظم ډول په کې لوبې او سیالۍ کولای شي، موږ هم ژمن یو چې لوبو ته وده ورکړو او په دې برخه کې هر ډول مرستې ته چمتو یو.))

دغه ولایت کې د بدن ښکلا یو روزونکی شمس الله صدیقي پژواک ته وویل مخکې تر دې دوی د لوبو او سیالیو ترسره کولو لپاره د مناسب ځای د نشتوالي له کبله له سختو ستونزو سره مخ وو.

صدیقي وايي، د دغه جمنازیوم په جوړېدو سره، دوی ته د لوبو او سیالیو ترسره کولو په برخو کې ګڼې اسانتیاوې برابرې شوې او ورسره به سپورټ هم وده وکړي.

نوموړی زیاتوي: ((مخکې به مو د ښاروالۍ په چمن کې لوبې او سیالۍ کولې، په اوړي کې به خاورې وې او په ژمي کې به موږ هېڅ لوبې او سیالۍ نه شوای کولی، خو د جمنازیوم جوړېدل را ته ښه زمینه برابره کړې چې ورزشي چارې په سم ډول ترسره کړو.))

د يادونې ده، د دغه جمنازيوم د جوړېدو چارې د درېيو کلونو په موده کې بشپړې شوې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.