ژبه

د هېواد د فوټبال له ۱۵ کلونو کم‌عمره ملي لوبډله اذربایجان ته روانه شوه

سهراب سروري

۳۰ تله ۱۴۰۵ - ۰۹:۰۷

۲ کتنې

کابل (پژواک) – د هېواد د فوټبال له ۱۵ کلونو کم‌عمره ملي لوبډلې غړي د ۲۰۲۶ کال په نړیوال فسټیوال کې د ګډون په موخه له کابل څخه اذربایجان ته روان شوي دي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون پر خپله فېسبوک‌پاڼه په یوه پیغام کې ویلي چې دغه لوبډله نن (پنجشنبه) اذربایجان ته روانه شوې ده.

د یادونې ده چې دغه سیالۍ د لومړي ځل لپاره د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) له لوري جوړېږي چې موخه یې د نړیوالو سیالیو لپاره د فرصتونو برابرول او د فوټبال د ځوانو استعدادونو وده ده.

په دغه فسټیوال کې به د فیفا د شاوخوا ۱۹۰ غړو فدراسیونونو استازي ګډون وکړي.

دغه سیالۍ د اکټوبر په ۲۲مه پیل شوي او د همدې میاشتې تر ۳۰مې به دوام وکړي.