Language

په کندوز ښار کې چاودنې څلور تنه ټپيان کړل

کندوز (پژواک ٢٧ کب ٩٦): په کندوز ښار کې چاودنه شوې چې له امله يې څلور تنه ژوبل شوي دي.

دغه چاودنه، نن ماخوستن شاوخوا ٧:٣٠ بجې د ښار په څلورمه حوزه کې شوې ده

د کندوز حوزوي روغتون د معلوماتو پر بنسټ، د چاودنې له ځايه څلور تنه ټپيان ور وړل شوي چې ټول ملکي وګړي دي او د يوه روغتيايي حالت نازک دى.

login or register a new account.