ژبه

افغانستان د کرکټ نړیوال جام دغوراوي سیالیو اتلولي خپله کړه

کابل (پژواک، ۵ وری ۹۷): افغانستان دکرکټ د نړیوال جام غوراوي سیالیو په پای لوبه کې ویسټ انډیز ته په ماتې ورکولو سره ددې سیالیو اتلولي خپله کړه.

دلسوهیوادونو کرکټ لوبډلو په ګډون د نړیوال حام غوراوي سیالۍ تیره میاشت په زمبابوې کې پیل شوې وې، چې نن دافغانستان په اتلولۍ پای ته ورسیدلې.

افغانستان او ویسټ انډیز ددې سیالیو پای لوبې ته وتلو سره دراتلونکي کال نړیوال جام ته چې ټاکل شوې په انګلستان کې ترسره شي،هم لاره موندلې ده.

د پای لوبې پچه ویسټ انډیز وګټله او لومړی یې د توپوهنې پریکړه وکړه، د ویسټ انډیز پیاوړی لوبغاړی کریس ګیل یو ځل بیا د ځوان افغان لوبغاړي مجیب ځدراڼ لخوا وسوځول شو، چې له امله یې لوبډله تر ستر فشار لاندې راغله.

د ویسټ انډیز دلوبدلې لوبغاړي په وقفه یی ډول سوځیدل او ټوله لوبډله یې په اوه څلویښتم اوور کې په ۲۰۴ منډو وسوځیدله اوافغانستان ته یې د ۲۰۵ منډو هدف ورکړ.

د افغانستان له لوري مجیب ځدراڼ ۴، ګلبدین نایب ۲، شرف الدین اشرف، دولت ځدراڼ او راشد خان یو یو لوبغاړی وسوځولو.

د کرکټ ملي لوبډلې یادهدف په ډیرې اسانۍ سره په یو څلویښتم اوور کې ددریو لوبغاړو په سوځیدلو سره ترلاسه  او لوبه یې وګټله، دې سره افغانستان ددې سیالیو اتلولي هم خپله کړه.

دافغانستان له لوري شهزاد محمدي یو ځل بیا ښه لوبه وکړه او ۸۴ منډې یې جوړې کړې، دغه راز رحمت شاه ۵۱، محمد نبي ۲۷، سمیع الله شینواری ۲۰ او ګلبدین ۱۴ منډې جوړې کړې.

شهزاد محمدي د پای لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

 

ورته موضوع