ژبه

د کرکټ نړيوالې شورا افغانستان ته د بریا مبارکي وویله

کابل (پژواک، ٦ ورى ٩٧): د کرکټ نړيوالې شورا د غوراوي سياليو په ګټلو او د راتلونکي کال نړيوال جام ته په لار موندنې افغانستان ته مبارکي ورکړې ده.

د کرکـټ نړيوالې شورا له خوا د وري په ٦مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه راغلي چې راتلونکى کال په انګلستان کې د يو ورځني پنځوس اووريز کرکټ نړيوال جام سياليو کې دوى د افغانستان او ويسټ انډيز هرکلى کوي.

سرچينې زياته کړې چې افغانستان او ويسټ انډيز به د نړۍ له اتو نورو پياوړو سره يو ځاى به د نړيوال جام ګټلو لپاره سختې مقابلې کوي.

د کرکټ د نړيوالې شورا اجراييوي رييس ډېوېډ رچرډسن افغانستان او ويسټ انډيز ته د مبارکۍ ورکولو ترڅنګ له زمبابوې څخه مننې کړې ده، چې د غوراوي سياليو يې په ښه توګه کوربه توب وکړ.

د نړيوال جام د غوراوي سيالۍ چې تېره مياشت په زمبابوې کې پيل شوې وې، پرون د افغانستان په اتلولۍ پاى ته ورسېدې، ويسټ انډيز دويم مقام خپل کړ او له لسو هېوادونو څخه دا دواړه نړيوال جام ته لاره پيدا کړه.

ټاکل شوې ده چې د يو ورځني کرکـټ نړيوال جام سيالۍ د ٢٠١٩ زېږديز کال د مې مياشتې له ٣٠مې څخه د جولاى تر ١٤مې پورې په انګلستان کې ترسره شي.

د کرکټ نړيوالې شورا اجرائيوي رييس ډيوېډ رچرډسن زياته کړه: "غواړم چې د نړيوالې شورا په استازيتوب افغانستان ته د هغو د سختو هڅو او برياليتوبونو مبارکي ورکړم؛ ځکه چې دوى د غوراوي سياليو پيل له ماتو سره کړى و، خو پاى يې په اتلولۍ سره وکړ."

login or register a new account.

ورته موضوع