کابل (پژواک، ١١ ورى ٩٧): سرچينې وايي چې د امريکا د نوې ستراتيژۍ له مخې، سعودي عربستان غواړي چې د افغانستان سولې پروسه کې مهم رول ولوبوي.
د راپورونو له مخې، امريکا او د افغانستان حکومت هم هيله من دي چې سعودي عربستان به وکولى شي افغان طالبان د سولې مېز ته راولي.
امريکايي رسنۍ (والسټريټ ژورنال) په واشنګټن او کابل کې د ځايي چارواکو په حواله خبر ورکړى، چې په دې وروستيو کې په و اشنګټن کې د افغانستان، امريکا، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د ملي امنيت سلاکارانو د ګډې غونډې پر مهال پر افغان سولې ډېر تمرکز شوى و.
د سرچينې په و ينا، کابل او واشنګټن باوري دي چې سعودي عربستان په افغان سوله پروسه کې مهم او رغنده رول لوبولى شي.
په راپور کې راغلي چې سعودي عربستان د اسلامي نړۍ مرکز ګڼل کېږي او حرمين هم هلته دي، نو ځکه دغه هېواد ته ټول ډېر درناوى ولري.
د واشنګټن تر څلور اړخيزې غونډې وروسته د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر ځايي رسنيو ته ويلي وو چې د افغان سولې او ملي پخلاينې لپاره سعودي عربستان مهمه مرسته کولى شي.
ده زياته کړې وه: ((موږ خوشبينه يو چې په دې برخه کې د سعودي مرسته او همکاري د سولې د پروسې د رغنده پايلو سره مرسته کولى شي.))
د امريکا د ملي امنيت د سلاکار دفتر هم منلې ده چې د واشنګټن په څلور اړخيزه غونډه کې پر دې ځانګړى بحث شوى چې څه ډول له افغان سولې پروسې سره مرسته وشي.
د سرچينې په وينا، په دې غونډه کې پر دې موافقه شوې چې له افغان سولې سره د همکارۍ لپاره به يوه کاري ډله جوړېږي چې هر وخت په دې اړه ناستې وکړي.
د اجرائيه رياست سلاکار پايند حکمت ساپى وايي، سعودي يو له هغو درېيو هېوادونو څخه و چې د طالبانو حکومت يې پر رسميت پېژندلى و او ورسره يې نږدې اړيکې درلودې.
هغه پژواک اژانس ته وويل چې اوس هم طالبان سعودي ته ډېر درناوى لري او ډېرى مهال يې يو شمېر مشران او مسوولين د حج، عمرې او نورو کارونو لپاره سعودي ته سفرونه کوي.
نوموړي زياته کړه، که چېرې سعودي له افغان سولې پروسې سره همکاري او مرسته وکړي؛ نو دا به ډېره ګټوره تمامه شي.
login or register a new account.