کابل (پژواک، ١٣ ورى ٩٧) : د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت مرستياله له افغان چارواکو سره د خبرو اترو په موخه کابل ته را رسېدلې ده.
په کابل کې د پاکستان سفارت مطبوعاتي دفتر د وري په ١٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د بهرنيو چارو وزارت مرستياله مېرمن تهمينه جنجوعه نن سهار د يوه پلاوي په مشرۍ کابل ته رسېدلې ده.
سرچينې زياته کړې چې نوموړې له هوايي ډګره نېغ په نېغه ارګ ته تللې او له افغان مشرانو سره به پر بېلا بېلو موضوعاتو خبرې وکړي.
يوې حکومتي سرچينې پژواک ته وويل چې مېرمن جنجوعه به له افغان مسوولينو سره د پاکستان د لومړي وزير شاهد خاقان عباسي د راتلونکي سفر پر اجنډا خبرې وکړي.
ټاکل شوې ده چې د راتلونکې جمعې په ورځ د پاکستان لومړى وزير د ولسمشر اشرف غني په رسمي بلنه کابل ته سفر ورکړي.
شنونکي دغه سفر ته ډېر ارزښت ورکوي او ويل کېږي چې د لومړي ځل لپاره به د دواړو هېوادونو ترمنځ پر افغان سولې رغنده خبرې وشي.
login or register a new account.