ژبه

د کابل په خيرخانې کې د چاودنې غږ واورېدل شو

کابل (پژواک ١٨ ورى ٩٧): د کابل امنيتي مسوولين وايي چې د کابل ښار په يوولسمه امنيتي حوزه کې د چاودنې غږ اورېدل شوى دى.

دغه مطلب د کابل د امنيه قومندانۍ د مطبوعاتو او عامه اړيکو مسوول بصير مجاهد، پژواک خبري اژانس ته بيان کړ.

ده وويل چې د چاودنې غږ د ماخوستن په شاوخوا اته نيمو بجې د خيرخانې په سيمه کې اورېدل شوى، خو د نوعيت او هدف په اړه يې تراوسه پورې معلومات نشته.

د دې پېښې جزئيات به وروسته په ليکه شي.

login or register a new account.