کابل (پژواک، ٢٢ ورى ٩٧): د امريکا ولسمشر ډنالډ ټرمپ ويلي چې قطر په دې وروستيو کې د ترهګرو له مالي مرستې لاس اخيستى دى.
د راپورونو له مخې، ټرمپ دغه څرګندونې پرون په واشنګټن کې د قطر له امير تميم بن حماد الثاني سره د ليدنې پر مهال کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د امريکا ولسمشرډونالډ ټرمپ تېر کال پر قطر تور پورې کړى و چې قطر له ترهګرو ډلو سره مالي مرستې کوي.
ټرمپ په دې ليدنه کې زياته کړې چې قطر په دې وروستيو کې د ترهګرۍ پر ضد ډېر ښه اقدامات کړي او د ترهګرو له مالي ملاتړ يې لاس اخيستى دى.
خو د امريکا ولسمشر ويلي چې ځيني هېوادونه اوس هم له ترهګرو ډلو سره مالي مرستې کوي او امريکا به يې د بندولو هڅې وکړي.
پر قطر هغه مهال د ترهګرو د مالي ملاتړ تورونه زيات شول چې د اماراتو، سعودي پر ضد يې له ايران سره ملګرتيا جوړه کړه.
دغه راز په دغه هېواد کې د افغان طالبانو د سياسي دفتر له جوړېدو سره هم پرې دا ډول نيوکې او تورونه پورې کېدل.
د قطر امير په ياده ليدنه کې ويلي چې دوى هېڅکله له ترهګرو سره مرسته نه ده کړې او نه هم نور څوک دې کار ته پرېږدي.
login or register a new account.