کابل (پژواک، ۶ غويی ۹۷): د ملي امنيت سلاکار له خپل پاکستاني سيال سره د دواړو هېوادونو تر منځ د شوو هوکړه ليکونو د عملي کېدو په اړه خبرې وکړې.
د افغانستان د ملي امنيت شورا وياند او د ستراتيژيکو اړيکو مشر قادرشاه نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې د افغانستان د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر د روسيې په سوچي ښار کې د لوړپوړو امنيتي چارواکو د ناستې په څنډه کې د پاکستان د ملي امنيت له سلاکار جنرال ناصر جنجوعه سره وکتل.
نوموړي زياته کړه چې دواړو لورو په دې ليدنه کې کابل ته د پاکستان د لومړي وزير د سفر پر مهال د اووه ګونو پرنسيپونو په اړه هر اړخيزه خبرې وکړې چې په اړه يې هوکړه شوې وه.
حنيف اتمر په دې ليدنه کې ټينګار وکړ چې د هوکړو او پرنسيپونو د عملي کېدو لپاره دې يو عملي پلان جوړ شي څو ټول اصول يې پر ټاکلي وخت عملي جنبه پيدا کړي.
د قادرشاه په وينا، د ملي امنيت سلاکار دغه راز وويل چې د حکومتونو تر منځ باور هغه مهال رامنځته کېدای شي چې د خبرو تر څنګ عملي ګامونه هم پورته شي.
د پاکستان د ملي امنيت سلاکار ناصر جنجو عه د حنيف اتمر له وړانديزونو هرکلی وکړ او په دې برخه کې يې د عملي ګامونو پورته کولو په اړه ډاډ ورکړ.
هغه پرنسيپونه چې په اړه يې کابل ته د پاکستان د لومړي وزير د سفر پر مهال دواړو لورو هوکړه کړې وه په لاندې ډول دي:
۱- پاکستان به د افغانستان په رهبرۍ او مالکيت د سولې له بهيره ملاتړ کوي.
۲- دواړه هېوادونه به د جګړه مارو او هغو کسانو پر ضد اغېزمن ګامونه پورته کوي چې دواړو هېوادونو ته امنيتي ګواښونه پېښوي.
۳- دواړه هېوادونه ژمنه کوي چې هېڅ هېواد، شبکې، ډلې يا کس ته اجازه نه ورکوي چې د دوی له قلمروه د دغو دواړو هېوادونو د دولتونو پر ضد فعاليتونه وکړي.
۴- دواړه هېوادونه به د شوو هوکړو د عملي کېدو په موخه د ارزونې، همغږۍ او ارتباطي افسرانو له لارې د تاييد لپاره مکانيزم جوړوي.
login or register a new account.