کابل (پژواک، ٧ غويى ٩٧) : د پخواني ولسمشر سردار داوود خان کورنۍ وايي، په هغه صورت کې يې قاتلين بښي چې هغوى له ولس څخه بښنه وغواړي.
د پخواني ولسمشر سردار داوود خان د وژل کېدو ورځ نن د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا د ملي راديو تلوېزيون په تالار کې ونمانځل شوه چې په کې ولسمشر اشرف غني،د کابينې غړو، سفيرانو، د ملي شورا غړو او د هغه د کورنۍ غړو برخه اخيستې وه.
له نن څخه ۴۰ کاله وړاندې د ۱۳۵۷ لمريز کال د غويي په اوومه نېټه سهار د پوځ يو شمېر کسانو پر سردار داوود خان کودتاه وکړه او ارګ يې بمبار کړ چې له امله يې هغه د کورنۍ له ګڼ شمېر غړو سره ووژل شو.
د پخواني ولسمشر سردار داوود خان د کورنۍ غړى او د هغه د ورور لمسي سردار محمد نادر نعيم يادې غونډې ته په خپله وينا کې د غويي اوومه توره ورځ ياده کړه.
هغه له حکومت څخه وغوښتل چې دا ورځ دې په رسمي توګه اعلان کړي.
نادر نعيم وويل چې دوى په هغه صورت کې د سردار داوود خان قاتلين بښي چې هغوى له ولس څخه بښنه وغواړي.
نوموړي زياته کړه چې په تېرو ٤٠ کلونو کې چې په هېواد کې کومه بدبختي روانه ده، لامل يې د غويي د اوومې نېټې کودتاه ده.
دى وايي : (( نور بايد دا لړۍ ودرېږي، يوه څاڅکى وينه نوره تويه نه شي.))
د هغه په وينا، ولس سوله غواړي، حکومت سوله غواړي او مخالفين هم سوله غواړي؛ نو بيا ستونزه چېرته ده او دا دومره لوى واټن ولې د سولې پر وړاندې شته.
د هېواد وتلي ليکوال او محقق استاد حبيب الله رفيع د سردار داوود خان پر ژوند رڼا واچوله او د ولسمشر سلاکار غفور لېوال د سردارداوود خان پر واکمنۍ خبرې وکړې.
login or register a new account.