ښرنه (پژواک، ۱۱ غويی ۹۷): د پکتيکا د مرکز ښرنې ښار يو شمېر او په مټاخان ولسوالۍ کې ټول ښوونځي د وسله والو طالبانو د ګواښ له امله تړل شوي دي.
دغو ښوونځيو ته ويل شوي، تر هغو پورې چې د نوم ليکنې مرکزونه له ښوونځيو لرې نه کړي، ښوونځي به بند وي.
د مټاخان ولسوالۍ اوسېدونکي ګل اغا پژواک خبري اژانس ته وويل چې په مټاخان ولسوالۍ کې له تېرو درېيو ورځو راهيسې ټول ښوونځي د زده کوونکو پر مخ تړل شوي دي.
هغه زياته کړه چې وسله والو طالبانو ورته ګواښ کړی چې له ښوونځيو دې د نوم ليکنې مرکزونه لري کړي او که لرې يې نه کړي ښوونځي به د زده کوونکو پر مخ تړلي وي.
د نوموړي په خبره، تر اوو زيات ښوونځي په دې ولسوالۍ کې تړل شوي، قومي مشرانو او ځوانانو هڅه وکړه ياد ښوونځي د زده کوونکو پر مخ خلاص کړي خو ونه توانېدل.
د دې ولسوالۍ د خواجه خېلو کلي اوسېدونکي او مدني فعال علي محمد نظري هم له پژواک سره په خبرو کې وويل چې په مرکز کې يو شمېر او مټاخان ولسوالۍ کې ټول ښوونځي د وسله والو طالبانو د ګواښ له امله تړل شوي دي.
د مرکز ښرنې يوه زده کوونکي شاه ولي پژواک ته وويل چې د ټاکنو کمېسيون دې يا د نوم ليکنې ځايونه تبديل کړي او يا دې هم قومي مشران وسله والو طالبانو ته قناعت ورکړي چې ښوونځي خلاص کړي.
د هغه په وينا، مسوولين دې موضوع ته قانوني حل لاره ولټوي څو زده کوونکي له زده کړو بې برخې نه شي.
د پوهنې رياست د اسلامي زده کړو امر محمد کريم اتلوال پژواک ته وويل چې دوی ټولو ښوونکو او زده کوونکو ته امر کړی چې ښوونځيو ته ولاړ شي؛ ځکه ټاکنې يوه ملي پروسه ده.
هغه په دې اړه له نورو ويلو ډډه وکړه.
په دغه ولايت کې د ټاکنو کمېسيون مشر بلال شهباز هم وايي چې دوی د پلان له مخې ياد مرکزونه جوړ کړي چې اوس يې بدلول د دوی د وس خبره نه ده.
د يادونې ده، يوه اوونۍ وړاندې په مرکز ښرنه کې ۷ ښوونځي د وسله والو طالبانو د ګواښ له امله تړل شوي وو چې اوس مهال يو شمېر زده کوونکي د ښوونکو په ټينګار زده کړو ته حاضرېږي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP