ښرنه (پژواک، ١٢ غويى ٩٧): د پکتيکا د مټاخان ولسوالۍ مسوولينو هغه اوازې رد کړې چې ګواکې په دې ولسوالۍ کې د نوم ليکنې د مرکزونو له امله طالبانو ښوونځي تړلي دي.
تېره ورځ د مټاخان ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو پژواک خبري اژانس ته ويلي وو چې په دې ولسوالۍ کې ټول ښوونځي د طالبانو د ګواښ له امله تړل شوي دي.
خو د مټاخان امنيه قوماندان ودود اندړ نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې ټول ښوونځي خلاص دي او د ښوونځيو بندېدو اوازې حقيقت نه لري او نه به هم چا ته اجازه ورکړي چې ښوونځي وتړي.
دى زياتوي: "په مټاخان کې هيڅوک نه شي کولای د زده کونکو پرمخ ښوونځي وتړي، ځکه په ښوونځيو کې د ټولنې ټول وګړي زده کړه کوي او ګډ کور يې دی."
هغه زياته کړه چې په ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونه شپه او ورځ ګزمې کوي او د نورو ولسواليو په پرتله د دې ولسوالۍ امنيت خوندي دى.
د مټاخان د پوهنې امر سيدالله هم پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې ښوونځي پرانيستي دي او له ټولو اړخونو غوښتنه کوي چې د ښوونځيو په بندولو دې کار نه لري.
د ده په وينا، اوسمهال په مټاخان کې ټول ښوونځي خلاص دي، يواځې دوه ښوونځي چې يو د لغړو او بل د صابري دی، لږ ستونزې په کې موجودې دي، خو بيا هم قومي مشران هڅه کوي چې دا ستونزه له منځه يوسي.
د مټاخان اوسېدونکي مير افضل بيا پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د ښوونځېو مسوولينو ته ګواښ کړی وو، چې د نوم ليکنې د مرکزونو له امله دې ښوونځي وتړي چې يو شمېر يې تړل شوي هم وو.
خو ده زياته کړه چې د امنيتي ځواکونو او قومي مشرانو په همکارۍ يې اوسمهال ټول ښوونځي پرانيستې دي او د ښوونځيو تړل تشې اوازې دي.
هغه له خلکو وغوښتل چې خپل اولادونه په هر ډول شرايطو کې ښوونځيو ته ولېږي.
login or register a new account.