ژبه

“که زموږ سيمو کې ټاکنې ترسره نه شي نورو سيمو کې به يې مخه ونيسو”

ښرنه(پژواک،١٥غويى٩٧):د پکتيکا د يو شمېر ولسواليو اوسېدونکو ګواښ وکړ چې که يې په سيمو کې ټاکنې ترسره نه شي په نورو سيمو کې به دوى د ټاکنو د ترسره کېدو مخه ونيسي.

دوى وايي چې د ټاکنو کمېسيون د دې ولايت نهه ولسوالۍ ګومل، نکه، اومنه، سرروضه، ګيان، برمل، اورګون، زيړوک او سروبي په تورلېست کې شاملې کړې دي چې له مخې يې په دې ولسواليو کې ټاکنې نه ترسره کيږي.

د دې ستونزې دحل په موخه د يادو ولسواليو يو شمېر استازو نن د غويي ١٥مه په مرکز  ښرنه کې د ټاکنو کمېسيون له غړو سره ګډه ناسته درلوده.

د دې کسانو له ډلې څخه ډاکټر چنار پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ټاکنو کمېسيون د دې ولايت نهه ولسوالۍ په تور لېست کې شاملې کړې دي.

هغه وايي: (( که په دې ولسواليو کې ټاکنې ترسره نه شي، زرګونه کسان په ټاکنو کې له ګډون څخه پاتې کيږي او که چېرې امنيتي مسوولين امنيت نه شي ټينګولى زموږ ګناه نه ده، هغوى بايد له دندو ګوښه کړاى شي.))

دغه راز د دې کسانو يو بل استازي يعقوب خان منظور پژواک ته وويل چې د ټاکنو کمېسيون او امنيتي مسوولينو له دې ولايت سره سليقوي چلند کړى دى.

د هغه په وينا، خلک په هر ډول شرايطو کې غواړي خپله رايه وکاروي، نو حکومت بايد ورته زمينه برابره کړي.

منظور زياته کړه: (( که زموږ مشکل حل نه شي، له ښرنې سره به ټولې لارې بندې کړو په ښرنه کې به د ټاکنو کمېسيون دروازه هم وتړو.))

همدارنګه د پکتيکا د ولايتي شورا غړي عبدالجليل هم وويل چې که په دې ولسواليو کې ټاکنې ترسره نه شي نو دا ولسوالۍ به بيا ټولې د حکومت له کنټرول څخه بهر شي.

ده وړانديز وکړ چې حکومت بايد پر خپلې دې پرېکړې بيا کتنه وکړي، ترڅو خلک په دې برخليک ټاکونکې پروسه کې ونډه واخلي.

يادو کسانو ګواښ وکړ چې که په سيمو کې يې ټاکنې ترسره نه شي، نو دوى به نورو سيمو کې هم د ټاکنو مرکزونه وتړي.

د اړوندې موضوع په اړه د پکتيکا د ټاکنو کمېسيون سرپرست بلال شهباز پژواک ته وويل چې د پلان له مخې دوى غواړي په ټوله پکتيکا کې ټاکنې ترسره کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع