کابل (پژواک ٢٢ غويى ٩٧): د افغانستان حکومت وايي، په اندونيزيا کې د سولې په برخه کې د دیني علماوو اسلامي دریځ، وضاحت او پرېکړو ته لبیک وایي او د اسلامي نړۍ له نورو علماوو غواړي چې په افغانستان او سیمه کې د ترهګرۍ، تشدد او افراطیت په له منځه وړلو او د سولې په تامین کې خپل مهم رول ولوبوي.
د افغان سولې په اړه د افغانستان، پاکستان او اندونيزيا د دیني عالمانو درې اړخيز يو ورځنى کنفرانس پرون د اندونيزيا په بوګور ښار کې ترسره شو چې له درې واړو هېوادونو ٦٠ علماوو په کې برخه اخيستې وه.
د دغه کنفرانس په ١١ماده ييزه اعلاميه کې په افغانستان او نوره اسلامي نړۍ کې پر روان تاوتريخوالي او ترهګرۍ اندېښنه څرګنده شوې او پر سولې يې ټينګار کړى دى.
دغه راز په اعلاميه کې راغلي چې پر ملکي وګړو له تاوتريخوالي ډک بريدونه او ځانمرګي بريدونه هم له اسلام سره په تضاد کې بلل شوي دي.
له ارګ څخه د غويي په ٢٢مه، پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان د سولې او ثبات په اړه په اندونیزیا کې د علماوو ګډې ناستې سوله الهي امر وباله او د دیني ارشاداتو په رڼا کې یې د سولې ارزښت تشریح کړ.
سرچينې زياته کړې، د افغانستان حکومت د سولې په برخه کې د دیني علماوو دغه اسلامي دریځ، وضاحت او پرېکړو ته لبیک وایي او د اسلامي نړۍ له نورو علماوو څخه غواړي چې په افغانستان او سیمه کې د ترهګرۍ، تشدد او افراطیت په له منځه وړلو او د سولې په تامین کې خپل مهم رول ولوبوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په اندونیزیا کې د افغانستان د سولې او ثبات په اړه د افغانستان، اندونیزیا او پاکستان د دیني علماوو د ګډې ناستې د کوربه توب له امله د اندونیزیا د ولسمشر، خلکو او حکومت قدرداني کوي او د دیني علماوو دغه ډول ګډې ناستې پر افغانستان د تحمیل شوې جګړې په پاى ته رسېدو او د سیمې د ثبات لپاره ارزښتناکې بولي.
سرچينې ويلي، د افغانستان اسلامي جمهوریت په ټولو په ځانګړي ډول د سولې او ثبات د تامین په برخه کې د دیني علماوو رول مهم بولي او د اندونیزیا په بوګور ښار کې د دیني علماوو په درې اړخیزه غونډه کې چې د اندونیزیا ولسمشر هم په کې ګډون درلود، د دیني علماوو د فعالې ونډې اخیستو او ګډون مننه کوي.
سرچينه کاږي، د افغانستان حکومت د الهي امر، د ولس د اساسي غوښتنې او مهم لومړیتوب او مکلفیت په توګه تل سولې ته لومړیتوب ورکړی او په هېواد کې د دایمي او باعزته سولې د ټینګښت لپاره یې دیني علماوو، متنفذینو، مشرانو، مدني فعالانو، ښځو او ټولو اقشارو ته بلنه ورکړې چې د سولې او ثبات د تامین په برخه کې خپله همکاري او همغږي زیاته کړي او په جنګ کې ښکېل افغان وسله وال مخالفین د بین الافغاني مذاکراتو له لارې سوله ییز ژوند ته وهڅوي.
د يادونې ده چې په دغه کنفرانس کې طالبانو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې وه، خو نه يواځې ګډون یې ونه کړ، بلکې له دغه کنفرانس سره يې مخالفت هم وکړ.
خو د اندونيزيا د بهرنيو چارو وزارت يوې سرچينې ويلي چې په تېر مارچ مياشت کې د طالبانو د قطر دفتر يوه پلاوي دغه هېواد ته سفر کړى و.
login or register a new account.