ژبه

د اسلامي هېوادونو سازمان اندونیزیا کې د علماوو کنفرانس د پرېکړو هرکلی کړی

کابل (پژواک، ٢٤ غويى ٩٧): د اسلامي هېوادونو سازمان د افغان سولې په اړه  اندونيزيا کې د علماوو د کنفرانس او د پرېکړو هرکلى وکړ.

د افغان سولې په اړه د افغانستان، پاکستان او اندونيزيا د دیني عالمانو درې اړخيز  يو ورځنى کنفرانس پرون د اندونيزيا په بوګور ښار کې ترسره شو چې له درې واړو هېوادونو ٦٠ علماوو په کې برخه اخيستې وه.

د دغه کنفرانس په ١١ ماده ييزه اعلاميه کې په افغانستان او نوره اسلامي نړۍ کې پر روان تاوتريخوالي او ترهګرۍ اندېښنه څرګنده شوې او پر سولې يې ټينګار کړى دى.

دغه راز په اعلاميه کې راغلي چې پر ملکي وګړو له تاوتريخوالي ډک بريدونه او ځانمرګي بريدونه هم له اسلام سره په تضاد کې بلل شوي دي.

د سعودي عربستان په جده ښار کې د اسلامي هېوادونو سازمان اسلامي کنفرانس له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې  د ياد کنفرانس هرکلى شوى دى.

د اسلامي کنفرانس سرمنشي ډاکتر يوسف العثيمين د افغانستان او اندونيزيا د حکومتونو د دغه نوښت ستاينه کړې چې له پاکستاني علماوو سره يې په ګډه کنفرانس جوړ کړ.

هغه زياته کړې چې اسلامي کنفرانس د افغان سولې په اړه د افغانانو په مشرۍ له ټولو هلو ځلو او هڅو ملاتړ کوي او په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات غوښتونکى دى.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د اسلامي هېوادونو سازمان د افغانستان د سولې په اړه د علماوو د رول او هڅو  او په اندونيزيا کې د علماوو د درې اړخيزه پرېکړه ليک ملاتړ کوي.

login or register a new account.