کابل (پژواک، ٢٥ غويى ٩٧): د امريکا سفير د افغانستان د ټاکنو له خپلواک کمېسيونه د ملاتړ څرګندولو تر څنګ ويلي، دغه کمېسيون حق او مسووليت لري چې د رايه ورکوونکو د نوم ليکنې، کانديداتورۍ او د ټاکنو د سيستم نور قواعد مشخص کړي.
د امريکا سفير جان باس دغه څرګندونې په ټولنيزه شبکه ټويټر کې په خپل يو پوسټ کړې دي.
نوموړي د هغو افغانانو ستاينه کړې چې د ټاکنو لپاره يې نوم ليکنه کړې ده.
جان باس د افغانستان د ټاکنو له خپلواک کمېسيونه يو ځل بيا خپل ملاتړ اعلان کړى چې د هغه په وينا، رڼې ټاکنې به ترسره کړي.
د امريکا سفير ويلي، د ټاکنو خپلواک کمېسيون حق او مسووليت لري چې د رايه ورکوونکو د نوم ليکنې، د کانديداتورۍ او د ټاکنو سيستم نور قواعد مشخص او خپاره کړي.
ده هيله ښودلې چې په دې برخه کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون اقدامات وکړي.
د امريکا سفير دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې په دې وروستيو کې د حکومت اجرائيه رييس او ځينو سياستوالو د ټاکنو خپلواک کمېسيون په چارو کې د ځينو حکومتي کړيو د لاسوهنو په اړه شکايتونه کړي دي.
دغه راز د کمېسيون له خوا د نوم ليکنې پر مهال پر تذکرو او يا د تذکرو پر کاپيو د سټېکرو لګولو په اړه هم ناندرۍ را پورته شوې او ډاکتر عبدالله هم د تذکرو پر کاپي د سټېکر له لګولو سره مخالفت څرګند کړ.
خو د ولسمشر وياند هارون چخانسوري يوې خبري غونډې ته وويل چې د سټېکر لګولو وړانديز په خپله ډاکتر عبدالله کړى و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن