ژبه

امریکا چین ته د ایران د نفتو د لېږد له امله نوي بندیزونه لګولي

کابل (پژواک، ۲۲ غویی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د امریکا د خزانې وزارت اعلان کړی چې په هانګ کانګ، متحده عربي اماراتو او عمان کې یې پر درېیو کسانو او نهو شرکتونو چین ته د ایران د نفتو په لېږد او پلور کې د مرستې په تور بندیزونه لګولي؛ هغه اقدام چې بیجینګ «غیرقانوني او یو اړخیز» بللی دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دغه بندیزونه د ایران د اټومي پروګرام او پوځي فعالیتونو د تمویل د مخنیوي په موخه لګول شوي دي.

په راپور کې راغلي چې له تحریم شوو شرکتونو څلور یې په هانګ کانګ، څلور په متحده عربي اماراتو او یو بل په عمان کې دي.

خو په راپور کې د درېیو تحریم شوو کسانو د هویت په اړه جزئیات نه دي ورکړل شوي.

د راپور له مخې، د امریکا د خزانې وزارت ویلي چې د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر (OFAC) نوي بندیزونه هغه کسان او بنسټونه په نښه کړي چې د صوري شرکتونو له شبکې په استفادې یې چین ته د ایران د نفتو د پلور او لېږد برخه کې د سپاه پاسداران مرسته کړې ده.

په همدې حال کې، د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بیسنټ ویلي، واشنګټن هڅه کوي چې نړۍوالو مالي شبکو ته د ایران لاسرسی محدود کړي.

د راپور پر بنسټ، تحریم شوو شرکتونو د ایران د میلیونونو بېرلو نفتو په لېږد، د تادیاتو په همغږۍ او د نفتو د صادراتو لپاره د کښتیو په برابرولو کې رول درلود.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي، د هغو معلوماتو لپاره چې د سپاه پاسداران د مالي شبکو په ګډوډولو کې مرسته وکړي، تر ۱۵ میلیونه ډالرو پورې جایزه ټاکل شوې ده.

بلخوا، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګونو جیاکون د امریکا د دغه اقدام مخالفت کړی او هغه یې «غیرقانوني او یو اړخیز» بللی دی.

هغه ویلي: «موږ تل له چیني شرکتونو غوښتي چې د قوانینو او مقرراتو له مخې سوداګري وکړي.»

نوموړي ټینګار کړی چې چین به د خپلو شرکتونو له قانوني حقونو او ګټو په کلکه دفاع وکړي.

ایران تر اوسه په دې اړه په رسمي ډول غبرګون نه دی ښودلی.