ژبه

د روان زېږديز کال لومړيو درېيو مياشتو کې ٥٥٠ افغان ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل (پژواک، ٢٥ غويى ٩٧): د ملګرو ملتونو د يونيسف ادارې ويلي چې د نورې نړۍ تر څنګ په افغانستان کې هم ماشومانو په بد حالت کې دي او د روان زېږديز کال په لومړيو درېيو مياشتو کې تر ٥٥٠ زياتو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (يونيسف) له خوا د غويي په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د روان زېږديز کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د مرکزي افریقا له جمهوریت بیا د سوېلي تر سوډان هېواد پورې او له سوریې تر افغانستانه، په شخړو کې ایسارو ماشومانو باندې بریدونو پرته له کوم ځنډه دوام درلود.

سرچينې زياته کړې: "له بده مرغه چې له لږې پښېمانتیا او حتی له لږ حساب ورکولو سره د شخړې لوري په ښکاره توګه د جګړې تر ټولو له اساسي قاعدې څخه چې د ماشومانو خوندیتوب دی، سترګې پټوي.

يونيسف ويلي، د جګړې پر هېڅ مېتود باندې محدودیت نه دی لګول شوی، که څه هم د ماشومانو لپاره هر څومره مرګونی وي: ((پر ښوونځیو، روغتونونو او نورو ملکي زېربناوو باندې د پټو سترګو بریدونه، تښتونې، د ماشومانو ګومارنې، محاصرې، د توقیف پر مهال ناوړه ګټې اخیستنې او له بشري حقونو بې برخې کول ټولې هغه کړنې دي چې متأسفانه همېشه ترسره شوې دي.))

په خبرپاڼه کې راغلي چې د نړۍ د نورو هېوادونو تر څنګ په افغانستان کې هم د ماشومانو وضعيت ښه نه دى او د روان زېږديز کال په لومړیو درېيو میاشتو کې له ۱۵۰ څخه زیاتو ماشومانو د مړینې او له ۴۰۰ څخه زیاتو د ژوبلېدو خبر ورکول شوی دی.

يونيسف ويلي، د یونیسیف او همکارو ادارو ژمن ټیمونه تر خپل وروستي بریده هڅه کړې چې د ټولو هغو کسانو کړاوونه راکم کړي چې تر ټولو ډېر زیانمنونکي وي، له خپلو کورنیو جلا شوي وي، وېرېدلي وي او یواځې وي، د کډوالۍ په ګڼ مېشتو کمپونو کې ناروغ شوي وي، د پشکال په باراني موسم او سختو وچو موسمونو کې د حرکت په حال کې وي او یا له سختې لوږې سره مخ وي.

login or register a new account.