ژبه

په بيجينګ کې د افغانستان، پاکستان او چين درې اړخيزه غونډه جوړېږي

کابل (پژواک، ٢٦ غويى ٩٧)  ټاکل شوې ده چې د روانې مياشتې په وروستيو کې به د افغانستان، چين او پاکستان د ستراتيژيکو خبرو غونډه جوړه شي.

دغه څرګندونې د چين سفير ياو جېنګ پرون په اسلام اباد کې د (دوامداره پرمختګ) تر عنوان لاندې يوې غونډې ته کړې دي.

د چين د سفارت په نوښت جوړې شوې دې غونډه کې د افغانستان او چين سفيرانو، د پاکستان د ملي امنيت سلاکار ناصر جنجوعه او د درې واړو هېوادونو يو شمېر نورو سياستوالو او چارواکو برخه اخيستې وه.

هغه زياته کړې چې  په راتلونکو دوو اونيو کې به بيجینګ د افغانستان او پاکستان د خبرو اترو کوربه وي او موخه يې د دغو ګاونډيو هېوادونو تر منځ اړيکو ته پراختيا ورکول دي.

د چين سفير وايي چې هېواد يې د دې ډول غونډو وړانديز په ٢٠١٥ کال کې کړى و او تر اوسه د درې واړو هېوادونو تر منځ ګڼ شمېر غونډې شوې دي.

ياو جېنګ زياته کړې چې له دې ډول غونډو سره د درې واړو هېوادونو تر منځ د خبرو اترو او همکاريو روحيه پياوړې کېږي.

د نوموړي په وينا، د افغانستان او پاکستان له پرمختګ پرته چين (د يوې لارې يو کمربند) نړيواله پروژه پر مخ نه شي وړلى.

د چين سفير وايي چې افغانستان او پاکستان د دغه نوښت په مهمو برخو کې ځاى لري او د دې پروژې د بريا لپاره افغانستان ډېر مهم رول لوبولى شي.

login or register a new account.