کندهار(پژواک،٢٨غويى٩٧): د کندهار په معروف ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې ١٢ طالبان او څلور امنيتي سرتيري وژل شوي دي.
د کندهار د امنيې قوماندانۍ وياند ضيا درانې د غويي په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تيره شپه وسله والو طالبانو د معروف ولسوالۍ په تور ميره سيمه کې د پوليسو پر پوستې بريد کړى دى.
هغه وايي چې په دې بريد کې ١٢ طالبان او څلور پوليس وژل شوي او ١٨ طالبان او شپږ پوليس ټپيان شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادنې وړ ده چې په تيرو څو ورځو کې دا دويم ځل دى چې وسله وال طالبان د معروف ولسوالۍ پر پوستو ډله ييز بريدونه کوي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP