کابل (پژواک، ۲۴ غویی ۱۴۰۵): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مرستیال په مسکو کې له روسي چارواکو سره د خوړو او درملو او روغتیايي محصولاتو برخه کې د دوهاړخیزو همکاریو د پراختیا، د همکاریو هوکړهلیکونو لاسلیکولو، د پانګونې اسانتیاوو او د درملو وارداتو او صادراتو د بهیر ښهوالي په اړه خبرې کړې دي.
د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال مولوي حمدالله زاهد او مل پلاوي روسیې هېواد ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د روغتیا وزارت له مرستیالانو او همدارنګه د نړۍوالو همکاریو او عامه اړیکو د ډیپارټمنټ او د طبي وسایلو د ثبت او کنټرول ادارې له رییسانو سره د خوړو او درملو اړوند پر مهمو موضوعاتو خبرې وکړې.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې دواړو لورو د خوړو او درملو او روغتیايي محصولاتو برخه کې د دوهاړخیزو همکاریو د پراختیا، د همکاریو هوکړهلیکونو لاسلیکولو، د پانګونې د اسانتیاوو، د درملو د وارداتو او صادراتو د بهیر د ښهوالي، د درملجوړوونکو شرکتونو د ثبت او راجستر بهیر او د تخنیکي همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.
خبرپاڼه کې راغلي چې همدارنګه د روسیې د درملو کیفیت د کنټرول له لابراتوارونو لیدنه او د تجربو اخیستنه، د افغانستان د ډاکټرانو او تخنیکي کادرونو د ظرفیت لوړونه، د درملو د تنظیم او کیفیت کنټرول برخو کې د روسیې د معیاري سیسټمونو او معیارونو کارول د دې ناستې له مهمو موضوعاتو وو.
یاد وزارت لیکلي، د خوړو او درملو مرستیال د یاد سفر اساسي موخه افغان سوداګرو ته د معیاري او مناسب قیمت لرونکو وارداتو برخه کې د اسانتیاوو برابرول او همدارنګه د ګډو پانګونو جلبول وبلل.
د عامې روغتیا وزارت خبرپاڼې له مخې، په پای کې دواړو لورو د دوامدارو همکاریو پر پراختیا، د باکیفیته او خوندي درملو د صادراتو پر اسانتیا او د درملو او روغتیايي محصولاتو په سکټور کې د پانګونې فرصتونو پر رامنځته کولو ټینګار وکړ.