کابل (پژواک، ۴ غبرګولی ۹۷) د هند د غوره لیګ کرکټ سیالیو ( اي پی ایل) د پلی اف په یوه لوبه کې دافغان لوبغاړي راشد خان لوبډلې حیدر اباد د کلکتې لوبډلې ته ماتې ورکولو سره ددې سیالیو پای لوبې ته لاره پیدا کړه.
اوس به حیدر اباد پای لوبه کې له د چنایي لوبډلې سره مخامخ کیږي.
په نننۍ لوبه کې دراشد خان د حیدر اباد لوبډلې لومړۍ توپوهنه وکړه اوپه ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځیدلو سره یې ۱۷۴ منډې جوړې کړې .
د حیدر اباد توپوهونکو یو ځل بیا سمه لوبه ونه کړه او لوبغاړي یې ژر ژر وسوځیدل، خو افغان لوبغاړي راشد خان په وروستیو دوو اورونو کې یواځې په لسو توپونو ۳۴ منډې جوړې کړې، چې پکې څلور شپږیزې هم شاملې وې.
د هندي فلمونو د مشهور لوبغالي شاه رخ خان لوبډلې کلکته یاد هدف ترلاسه نه شو او کړای لوبډله یې په ۲۰ اورونو کې ۱۶۱ منډې جوړې کړې.
د توپ وهنې ترڅنګ راشد خان په توپ اچونه کې هم یو ځل بیا ښه وځلید، درې لوبغاړي يې وسوځول، یو یې رن اوټ کړ او دوه کیچونه یې اخیستل.
راشد خان ددې لوبې په هره برخه کې ښه وځلید او په تلویزیون کې ددې لوبې تبصره کوونکو ویل، چې یواځې راشد خان د کلکتې ټولې لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د کرکټ دنړۍ مشهورو لوبغاړو سچن ټنډولکر، شان واټسون ، دای پی ايل مشر راجیو شکلا او ګڼ شمیر نورو دراشد خان دلوبې ډیر صفتونه کړي دي.
login or register a new account.