ژبه

د کابل ښار په دوو بېلو سیمو کې چاودنې شوې خو زیان نه لري

کابل (پژواک، ٥ غبرګولى ٩٧): امنیتي چارواکي وايي چې د کابل ښار په څو سیمو کې چاودنې شوې، خو زيان نه لري.

د کابل ښار د ١٠١ اسمايي زون قوماندان داوود امين وايي چې لومړۍ چاودنه تېره شپه شاوخوا ١١ بجې د درېيمې حوزې اړوند د کارته چهار په سيمه کې د حبيبيه لېسې شا ته وشوه.

هغه وايي چې ناپېژاندو کسانو پر يوه کور لاسي بم غورځولى، چاودنه يې کړې، خو زيان يې نه دی اړولی.

د سيمې اوسېدونکي وايي چې دغه لاسي بم د تذکرو د وېش پر کوم دفتر غورځول شوى و، خو امنيه قوماندان دا خبره ردوي.

بلخوا د کابل امنيې قوماندانۍ وياند حشمت ستانکزى وايي چې نن سهار شاوخوا څلور بجې د کابل ښار د ١١مې حوزې اړوند سيمه کې د مقناطيسي ماين چاودنه شوې ده.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې دغه ماين د يوه کور شا ته ځاى پر ځاى شوى و، خو چاودنې يې کوم زيان نه دی پېښ کړی.

د يوولسمې حوزې يو اوسېدونکي سباوون ملکزى هم وايي چې د درنې چاودنې غږ يې اورېدلى، خو نور معلومات نه لري.

د دې چاودنې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

login or register a new account.