ژبه

“دولتي هکرانو” په اسلام اباد کې د افغان سفير فېسبوک هک کړی و

کابل (پژواک، ٥ غبرګولى ٩٧) سرچينې وايي چې نامعلومو هيکرانو په اسلام اباد کې د افغانستان د سفير فېسبوک او د هغه د مرستيال ايمېل هک کړي وو.

په اسلام اباد کې د افغان سفارت يوې سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، د غبرګولي په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه کار د روانې مياشتې په اوږدو کې شوی دی.

سرچينې زياته کړې چې هکرانو د افغان سفير او د ولسمشر د ځانګړي استازي ډاکتر عمر زاخېلوال فېسبوک او د هغه د مرستيال زردشت شمس ايمېل هک کړي وو.

سرچينه وايي چې دغه راز د سفارت د دوو نورو کارکوونکو اکاونټونه هم هک شوي وو.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، له هک شوو ادرسونو د پښتون ژغورنې غورځنګ اړوند مواد نورو کسانو ته لېږل شوي وو، څو په راتلونکي کې پر دغه غورځنګ تور پورې کړي چې ګواکې له افغانستانه ورسره مرسته کېږي او په دې ډول ورته دوسيې جوړې کړي.

بلخوا د افغان سفارت ځينو سرچينو بي بي سي ته ويلي چې دوى ته د ګوګل ادارې له خوا يو پيغام ورکړل شوى و چې پر ادرسونو يې د حکومت پلوه هکرانو له خوا بريدونه کېږي.

په راپور کې راغلي چې د ګوګل تر پيغام وروسته د يو افغان ډيپلومات ايمېل ادرس هک کړل شو او له دغه ادرسه بيا د پښتون ژغورنې غورځنګ په ګډون ځيني مواد پر نورو ادرسونو لېږل شوي وو.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د پوځ ځينو ملاتړو کسانو پر ياد غورځنګ تور پورې کړى چې د افغانستان او هند له استخباراتو سره اړيکې لري، خو هغوى دغه تورونه رد کړي دي.

د افغان سفارت سرچينې بي بي سي ته ويلي، هغه کسان چې د دوى له ادرسونو ايمېل ورته لېږل شوى، هغوى به اوس رښتيا فکر کوي چې ګواکې افغان سفارت ورسره کوم تړاو لري.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دا ډول ايمېلونه د پاکستان ځينو سياسي کسانو ته هم لېږل شوي چې په کې د اطلاتو او قانون پخواني وزيران او د عوامي نېشنل ګوند مهمه غړې سناتوره مېرمن بشرى ګوهر هم شامل دي.

هغې غوښتنه کړې ده چې د پاکستان پارلمان د يوه ځانګړي کمېسيون له لارې د دغه کار پلټنې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره مياشت د بښنې نړيوالې ادارې په يوه خپور شوي راپور کې راغلي وو چې د پاکستان د پوځي ادارو له خوا د بشري حقونو د فعالانو پر کمپيوټرونو او موبايلونو د (ميل ويير) په نامه يو ډول پروګرام اچول کېږي چې بيا ترې معلومات په اسانه ترلاسه کېداى شي.

login or register a new account.