ژبه

افغانستان له خيبر پښتونخوا سره دقبايلي سيمو يو ځاى کولو سره مخالفت وښود

کابل (پژواک، ٥ غبرګولى ٩٧): د افغانستان حکومت له خيبر پښتونخوا ايالت سره د قبايلي سيمو له يو ځاى کولو سره مخالفت وښود او دا يې د نړيوالو هوکړو خلاف کار وباله.

د پاکستان ولسي جرګې او مشرانو جرګې پرون د رايو په اکثريت سره د حکومت هغه وړانديز ومانه چې د دغه هېواد خيبرپښتونخوا ايالت سره يې د قبايلي سيمو د يو ځاى کولو په اړه يې وړاندې کړى و.

له دې سره د قبايلي سيمو ازاد او خپلواک حيثيت له منځه لاړ او د پاکستان يوه برخه وګرځېدله، له دې وروسته به د خيبر پښتونخوا په ولايتي شورا کې قبايلو ته ځانګړې څوکۍ ورکول کېږي او په ولسي جرګه به يې هم څوکۍ زياتېږي.

د ولسمشرۍ له ارګ څخه د غبرګولي په ٥مه، پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي: ((موږ د ډیورنډ کرښې په اوږدو او په ځانګړي ډول په قبایلي سیمو کې د پاکستان د پوځي مداخلو او هلته د مېشتو قبایلو د سیاسي وضعیت د بدلېدو په موخه د پاکستان د یو اړخیزو اقداماتو په اړه تل خپلې اندېښنې له ډیپلوماتیکو لارو له پاکستان او نړیوالې ټولنې سره شریکې کړې دي او په دغو سیمو کې مو سیاسي او نظامي اقدامات بې له دې څخه چې د دواړو لوریو په مشوره وشي، د بریتانوي هند او افغانستان ترمنځ په (۱۹۲۱) میلادي کال کې د شویو هوکړو خلاف عمل بللی دی.))

سرچينې زياته کړې، د پاکستان پارلمان په داسې شرایطو کې خیبر پښتونخوا ایالت سره د قبایلي سیمو د انضمام پرېکړه کړې ده چې په دغو سیمو پوځي وضعیت حاکم دی؛ د قبایلو سیمو په اړه هره پرېکړه باید په ارام وضعیت کې د ځايي خلکو د ولسي اجماع په رڼا کې وشي، ترڅو د هغوی د ارادې استازیتوب وکولای شي.

د افغانستان حکومت په قبایلي سیمو کې د استعمار د وخت زاړه او غیر انساني سیستم د حاکمیت په درک سره په یو اړخیزه توګه د قبایلي سیمو د خودمختارۍ د سلبولو پرېکړه چې د دغو سیمو د ولسونو اراده او د افغانستان حکومت مشوره په کې شامله نه وي، د ستونزې حل نه بولي.  

مخکيني ولسمشر کرزي هم د قبايلو سيمو د برخليک په اړه ويلي چې په دې اړه د پاکستان د حکومت هر ډول پرېکړه د ډیورنډ پر کرښه کوم اغېزه نه شي درلودلى.

login or register a new account.