ژبه

د کورنيو چارو وزير د ناټو له قوماندان سره د ټاکنو د امنيت په اړه خبرې وکړې

کابل(پژواک،۶غبرګولی۹۷): د کورنيو چارو وزير په افغانستان کې د ناټو ځواکونو له قوماندان سره په ليدنه کې، د ټاکنو د امنيت په اړه د خبرو اترو ترڅنګ پرېکړه کړې چې ددغه وزارت د ملاتړو مرستندويانو په همکارۍ سره به له دې وروسته د پوليسو د تنخوا په ورکولو کې هېڅ ډول ځنډ او ستونزه نه رامنځ ته کېږي.

د کورنيو چارو وزارت نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره چې يوه کاپي يې پژواک خبري اژانس ته هم رارسېدلې، ويلي چې د کورنيو چارو وزير ويس احمد برمک او د ناټو ځواکونو قوماندان جنرال نيکولسن ترمنځ پرون د کورنيو چارو وزارت په ودانۍکې ليدنه، بحث او د نظر تبادله شوې ده.

سرچينې زياته کړې چې په دې ليدنه کې دواړو لوريو پر نورو موضوعاتو سربېره د ملي پوليسو د تنخوا ګانو د ورکړې په اړه هم خبرې شوې دي.

د کورنيو چارو وزير د ملي پوليسو د تنخواګانو پر ژر تر ژره ورکړې په ټينګار سره وويل، د ياد وزارت رهبري هڅه کوي چې د پوليسو په ځانګړې توګه هغو ځواکونو تنخوا ګانې چې د دښمن پر وړاندې د جګړې په سختو شرايطو کې قرار لري، ستونزه حل کړي او په ورته وخت کې د روڼتيا سيستم پر تطبيق کار روان دی.

سرچينه وايي چې د غوڅ ملاتړ ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نيکولسن د پوليسو منسوبينو د تنخواګانو د ژر تر ژره ورکړې له بهير څخه خپل ملاتړ په ډاګه کړ.

په دې ليدنه کې دواړو لوريو د پوليسو د تنخواګانو د ژر تر ژره ورکړې سربېره ددغو ځواکونو د تقاعد ميکانيزم رامنځ ته کېدو او د ټاکنو د امنيت خونديتوب په اړه هم خبرې وکړې.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه ليدنه کې پرېکړه وشوه چې د کورنيو چارو وزارت ملاتړي مرستندويان د غوڅ ملاتړ قوماندانۍ په همغږۍ سره داسې سيستم رامنځ ته کړي چې په راتلونکې کې د پوليسو د تنخواګانو په ورکړه کې ځنډ او ستونزه رامنځ ته نه شي.

login or register a new account.