کابل (پژواک، ٨ غبرګولى ٩٧) : د مشرانو جرګې رييس د سعودي عربستان د ملي شورا له رييس سره د افغانستان د سولې پروسې او د دواړو هېوادونو پرا ړيکو خبرې وکړې.
د مشرانو جرګې ددفتر رييس ضياء الرحمن د غبرګولي په ٨ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار د سعودي دولت په رسمي بلنه دغه هېواد ته په رسمي سفر تللى دى.
هغه زياته کړه، نوموړي پرون د خپل سفر په لومړۍ ورځ د سعودي عربستان د ملي شورا له مشر عبدالله بن محمد بن ابراهيم الشيخ سره وليدل.
د نوموړي په وينا،ددې ليدنې پر مهال د مشرانو جرګې رييس د ولسمشر اشرف غني سلامونه او پيغام د سعودي بادشاه او وليعهد ته ورساوه .
د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار ددې ليدنې پر مهال د افغانستان د سولې په اړه د سعودي عربستان له ملاتړه مننه وکړه.
دغه راز په دې ليدنه کې د افغانستان د سولې په اړه په سعودي کې د نړۍ د ديني علماوو د راتلونکې کنفرانس په اړه هم په تفصيل سره خبرې وشوې.
مسلميار ټينګار وکړ چې د دواړو هېوادونو د ملي شوراګانو ترمنځ اړيکې بايد لا غښتلې او پياوړې شي.
په دې ليدنه کې د دواړو اسلامي هېوادونو پر تګلارو هم بحثونه وشول او د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ د ستراتېژيکو اړيکو پر ځواکمنتيا هم ټينګار وشو.
د سعودي عربستان د ملي شورا مشر عبدالله بن محمد بن ابراهيم الشيخ په خپلو خبرو کې له افغانستان سره د سولې، ثبات ترهګرۍ پر وړاندې د ګډې مبارزې، له افغان حکومت سره د تلپاتې دوستۍ، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډيپلوماتيکو او خپلمنځي اړيکو پر پياوړتيا ټينګار وکړ.
نوموړي دغه راز افغان حاجيانو او په دغه هېواد کې مېشتو مسافرو ته د لازمو اسانتياوو برابرولو او په افغانستان کې د سولې د ټينګښت په برخه کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.
login or register a new account.