ژبه

​طالبانو د سولې د پټو خبرو په اړه د ناټو د قوماندان ادعا رد کړه

کابل (پژواک، ١١ غبرګولى ٩٧) : وسله والو طالبانو د ناټو د قوماندان هغه ادعارد کړې، چې ګوندې ځينې طالبان له افغان حکومت سره په پټو خبرو بوخت دي.

په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکولسن وړمه ورځ په يوه خبري غونډه کې ويلي وو، چې د منځنۍ کچې ځېنې طالبان له افغان حکومت سره په پټو خبرو بوخت دي.

خو طالبانو د هغه دغه ادعا رد کړې ده.

د طالبانو د يوه وياند ذبيح الله مجاهد لخوا رسنيو ته په يوه لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د جنرال نېکولسن ادعا له حقيقت څخه لرې ده.

هغه زياته کړې ، د خبرو او مذاکراتو په اړه د طالبانو دريځ په کراتو اعلان شوی او هېڅ پټ او پوښلی اړخ نه لري.

طالبانو ويلي، امریکايي جنرال نیکولسن د خپلو ناکامیو څخه د توجه اړولو په خاطر داسې ادعاوې کړې او خپلو خلکو ته يې ناسم معلومات ورکړي دي.  

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو په شتون کې طالبان نه غواړي، چې له بې صلاحيته جهتونو سره خبرو کولو سره خپل وخت ضايع کړي.

د يادونې وړ ده، چې څو مياشتې مخکې طالبانو د يوه ليک په وسيله له امريکا غوښتي وو، چې له دوى سره نېغ په نېغه خبرې وکړي، خو امريکا ددوى غوښتنه رد کړه او ويې ويل چې طالبان بايد له افغان حکومت سره خبرې وکړي.

ولسمشر اشرف غني څو مياشتې مخکې د کابل کنفرانس پر مهال طالبانو ته له قيد او شرط پرته د سولې د خبرو وړانديز کړى، خو هغوى ځواب نه دى ورکړى .

login or register a new account.