کابل (پژواک، ١٥ غبر ګولی ۹۷) د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د امنیت شورا په غونډه کې د سولې د موافقې له مخې د حزب اسلامي د ۲۶۹ بندیانو د خوشې کولو پریکړه وشوه.
له ارګ څخه پژواک اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغأی، چې د ملي امنیت شورا غونډه دولسمشر محمداشرف غني په مشرۍ نن مازیګر په ارګ کې جوړه شوه.
سرچینې زیاته کړې، ملي امنیت شورا د تېرې ورځې پېښې د قربانیانو پاک روح ته دعا وکړه او دغه برید چې د دیني عالمانو په ناستې شوی و په کلکو ټکو وغندل شو او دا یې یو ستر جنایت او نه بښوونکی عمل وباله.
په دغه غونډه کې د پروان ولایت له توقیف ځای او محبس څخه د دوامدارې څارنې په اړه د ملي امنیت شورا د دفتر او د بشر د حقونو د خپلواک کمېسیون ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ تفاهم لیک د اساسي قانون او د افغانستان د بشر د حقونو د خپلواک کمېسیون د تشکیل، دندو او واکونو قانون او بین المللي تعهداتو ته د افغانستان ژمنتیا ته پام، تصویب شو.
دغه تفاهم لیک په درې مادو او یویشت فقرو کې تنظیم شوی دی چې لاندې موضوعات په کې شامل دي:
· د پروان په توقیف ځای او محبس کې د محبوسینو او توقیف شویو سره د چلند د څرنګوالي په اړه د بشرد حقونو د خپلواک کمېسیون د څارنې ډول؛
· کله چې د پروان محبس او توقیف ځای څخه د کمیسیون څارونکې لیدنه کوي د بشر د حقونو د خپلواک کمېسیون، د ملي امنیت شورا او ملي دفاع وزارت تر منځ د همغږۍ میکانیزم مشخصول او د امنیتي تدابیرو نیول؛
· د محبس او توقیف ځای مسوولانو ته د محبس د وضعیت د ښهوالي په موخه د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون له خوا د مشخصو پيشنهادونو وړاندې کول؛
· د پروان د محبس او توقیف ځای د قومندانۍ د مسوولانو د وړتیاوو لوړولو په موخه د بشري حقونو د خپلوا کمېسیون له خوا د تعلیمي برنامو جوړول؛
همدارنګه د ملي امنیت شورا غونډې د حزب اسلامي د ۲۶۹تنه محبوسینو د خوشي کولو جدول چې د اړوندو ارګانونو له خوا له هره اړخه څيړل شوی، تر بحث لاندې ونیو او د سولې د موافقتنامې سره سم د هغوی د خوشي کولو لپاره لازمه پرېکړه وشوه.
په پای کې د ملي امنیت شورا د متحدو عربي اماراتو وړاندیز چې له مخې یې د دغه هېواد ځانګړي ځواکونه د سوفا موافقتنامې سند سره سم د غوڅ ماموریت په چوکاټ کې د ښوونې، مشورې او ملاتړ په خاطر را لیږل کېږي، له ارزونې وروسته تائید شو.