کابل (پژواک، ١٦ غبرګولى ٩٧) : د ناټو او متحدينو ددفاع وزيرانو په غونډه کې د افغانستان وروستي امنيتي حالات ارزول کېږي.
د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو سازمان د مرکزي دفتر يوه چارواکي د غبرګولي په ١٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ددفاع وزيرانو دوه ورځنۍ غونډه سبا پيلېږي.
سرچينې زياته کړه، په دغه دوه ورځنۍ غونډه کې به د ناټو د ٢٩ غړو هېوادونو ترڅنګ د متحدينو هېوادونو ددفاع وزيران هم ګډون وکړي.
ياد چارواکي وويل چې دغه راز په دې غونډه کې د افغانستان د ملي دفاع وزير جنرال طارق شاه بهرامي، په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي نيکولاس زميرمان، په افغانستان کې د ناټو ځوکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکولسن، د اروپايي اتحاديې او ملګرو ملتونو استازي هم ګډون کوي.
سرچينه کاږي چې په دې غونډه کې به د ناټو د راتلونکې سرمشريزې پر اجنډا، د ناټو سازمان پر دفاعي موضوعاتو، د ترهګرۍ پر ضد پر نړيوالې مبارزې، په عراق کې د ناټو د نوي پيل شوي ماموريت، سياسي جوړ جاړي او يو شمېر نورو موضوعاتو خبرې وشي.
دغه راز سرچينه وايي، ددې کنفرانس په دويمه ورځ به د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه کېږي چې په کې به د سازمان او متحدينو د ٤٠ هېوادونو ددفاع وزيران ګډون کوي.
د ناټو دغه چاروکي وويل، په دې ځانګړې غونډه کې به دافغانستان وروستي امنيتي حالات او د ناټو د روزنې ماموريت وارزول شي او د افغان ملي ځواکونو پر دوامداره مالي ملاتړ به هم خبرې وشي.
login or register a new account.