ښرنه (پژواک، ١٩ غبرګولى ٩٧): د پکتيکا په سرروضې ولسوالۍ کې طالبانو د یوه بريد په ترڅ کې پنځه پوليس وژلي او څلور نور يې له ځان سره بيولي دي.
د سرروضې ولسوالۍ امنيه قوماندان لومړي څارن سُچه خان د غبرګولي په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د سرروضې ولسوالۍ پر سرحدي پوستې بريد کړى دى.
هغه زياته کړه چې په دغه بريد کې پنځه پولیس وژل شوي، يو ټپي دى او څلور پوليس طالبانو له ځان سره بيولي دي.
نوموړي په دې جګړه کې د وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه درلودل.
دغه راز د سرروضې ولسوالۍ اوسېدونکي نورمحمد پژواک ته وويل چې تېره شپه طالبانو د پوليسو پر پوستې بريد کړى او مرګ ژوبله يې هم اړولې ده.
بل لور ته طالبان هم دغه پېښه تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې تېره شپه طالبانو د سرروضې ولسوالۍ پر يوې پوستې بريد کړى چې په ترڅ کې يې شپږ پوليس وژل شوي او څلور نور طالبانو نيولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې پنجشنبې په ورځ د دغه ولايت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د طالبانو په بريد کې پنځه پوليس وژل شوي وو او درې نور ټپيان وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن