ژبه

انضمام الحق: راشد خان به ټسټ لوبه کې هم ښه وځلېږي

کابل (پژواک، ١٩ غبرګولى ٩٧): د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پخواني نړيوال روزونکي انضمام الحق هيله څرګنده کړې ده چې راشد خان به په ټسټ لوبو کې هم ښه وځلېږي.

ټاکل شوې ده چې افغانستان خپله لومړۍ تاريخي ټسټ لوبه راتلونکې اوونۍ له هندوستان سره په بنګلور ښار کې ترسره کړي.

د پاکستان پخوانى ملي لوبډلمشر انضمام الحق چې څو کاله مخکې د افغانستان د ملي لوبـډلې روزونکى هم و، هيله څرګنده کړې چې د شل اووريزو او يو ورځنيو لوبو په څېر به راشد خان په ټسټ لوبو کې هم ښه وځلېږي.

هغه د کرکټ له مشهورې ويب پاڼې (کرېک انفو) سره په يوه مرکه کې ويلي چې د افغانستان لوبغاړي او لوبډلې ښه والى په دې کې دى چې ډېره حوصله لري.

د نوموړي په وينا، افغان لوبغاړي سخت محنت کوي او د لوبې پر مهال د وېرې او فشار احساس نه کوي.

انضمام الحق چې اوس د پاکستان کرکټ بورډ د ټاکنيزې کمېټې مسوول هم دى، زياته کړې چې افغان لوبډلې څلور ورځنۍ لوبې کمې کړې او ټسټ يې بېخي نه دى کړی او له دې لوبې سره ډېر اشنا نه دي.

د هغه په وينا، دا لوبه به د افغان لوبغاړو لپاره لږ سخته وي، خو څومره وړتيا چې افغان لوبغاړي لري، باوري یم چې په دې لوبه کې به هم ښه وځلېږي.

نوموړى وايي چې راشد خان شل اووريزې لوبې ډېرې کړې، هغه بايد د ټسټ لوبو لپاره ځان کې بدلون راولي؛ ځکه چې په ټسټ لوبو کې يو ورو توپ اچوونکى (سپنر) په يوه ورځ تر ٤٠ پورې اورونه هم کوي.

خو انضمام الحق هيله څرګنده کړې چې راشد خان به د شل اووريزو او يو ورځنيو په څېر په ټسټ لوبه کې هم ښه وځلېږي.