کابل (پژواک،٢٠ غبرګولى٩٧):د هېواد مشهور ستوري پېژندونکي عبدالله کندهاري راتلونکې جمعې ورځ د اختر وړاندوينه وکړه.
هغه د غبرګولي په ٢٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پنجشنبې په ورځ د غبرګولي په ٢٩مه، تر ماښام وروسته به د کوچني اختر مياشت په سعودي عربستان او ځېنو نورو هېوادونو کې وليدل شي.
کندهارى وايي، وروستي او دقيق معلومات به د پنجشنبې په سهار معلوم شي چې اختر په کومه ورځ ده، خو زيات امکان د جمعې ورځ ده.
خو نوموړي وويل،په دې اړه به وروستۍ پرېکړه دافغانستان ستره محکمه د سعودي عربستان د سترې محکمې د پرېکړې په رڼا کې کوي.
د هغه په وينا، دا چې تېره د شعبان مياشت د ٣٠ ورځو وه؛ نو د روژې مبارکه مياشت به ٢٩ ورځې وي.
بلخوا د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې وړاندوينه کړې چې اختر به د شنبې په ورځ او د روژې مياشت به د ٣٠ ورځو وي.
د يادونې ده چې د لومړي ځل لپاره پاکستان سږ کال روژه له افغانستان، سعودي عربستان او نورو اسلامي هېوادونو سره يوځاى پيل کړه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن