ژبه

په فيسبوک کې د اوربند په ملاتړ کمپاين پيل شوى

کابل (پژواک، ٢٠ غبرګولى ٩٧) وروسته له هغه چې د ولسمشر غني او طالبانو له خوا د اختر په ورځو کې اوربند اعلان شو، په ټولنيزه شبکه فيسبوک کې ګڼ شمېر کسانو د اوربند په ملاتړ او ددې  اوربند د غځولو کمپاين پيل کړى دى.

تېره اوونۍ دپنجشنبې په ورځ ولسمشر اشرف غني د روژې د مبارکې مياشتې له اوويشتمې څخه د کوچني اختر تر پنځمې نېټې پورې په هېواد کې يو اړخيزه اوربند اعلان کړ، خو القاعده ، داعش او نورې نړيوالې ترهګرې ډلې يې ترې مستثنى کړې.

دغه راز تېره ورځ وسله والو طالبانو هم د اختر په لومړيو درېيو ورځو کې د اوربند اعلان وکړ، خو زياته کړې يې ده چې د بهرنيو ځواکونو پر ضد به خپلو عملياتو ته ادامه ورکوي.

  ناټو، ملګرو ملتونو، امريکا، پاکستان، هندوستان او ګڼ شمېر نورو هېوادونو د افغان حکومت او طالبانو له لوريو د اوربند اعلان، ملاتړ کړى دى.

دغه راز په هېواد کې دننه ځېنو سياسي ګوندونو، مدني فعالانو او ځوانانو يې کلک ملاتړ وکړ، تېره شپه په کابل کې ښار يو شمېر ځوانان واټونو ته راوتلي وو او د اوربند ملاتړ يې وکړ.

په يو شمېر ولايتونو کې هم د اوربند پراخه ملاتړ شوى، خو په ټولنيزه شبکه فيسبوک کې هم ګڼ شمېر کسانو د اوربند په ملاتړ او ددې اوربند د غځولو لپاره پراخ کمپاين پيل کړى دى.

سلګونو کسانو د اوربند په ملاتړ جوړ شوي ډيزاين کې خپل عکسونه لګولي او په فيسبوک کې يې د سولې له شعرونو سره خپاره کړي دي.

د احمدزي تسل له خوا په دغه ډول يو خپور شوي ډيزان کې ليکل شوي : (( د اوربند په اړه د دولت او طالبانو تاريخي پرېکړې، موږ ملاتړ کوو.))

ځېنو بيا له کوترو سره خپل عکسونه خپاره کړي  اودې کار سره يې د سولې او اوربند څخه ملاتړ کړى دى.

حضرت حسين مشرقيوال هم دغه ډول له کوترې سره خپل عکس خپور کړى او له اوربند څخه يې ملاتړ کړى.

د کرکټ پخواني ملي لوبغاړي ميرويس اشرف په خپله پاڼه کې ليکلي : ((اوربند، موږ يې ملاتړ کوو د حکومت او طالبانو دغه تاريخي پرېکړه ستايو لويه ربه دغه اوربند تل پاتې لرې، سوله نيکمرغي، خوشحالي او امنيت راولي.))

سليمان خپلواک بيا يو داسې عکس خپورى کړى چې د افغانستان په نقشه کې دوه هېوادوالو سره غېږه ورکړې.

خپلواک دې عکس سره په خپل پوسټ کې ليکلي : ((جګړه نوره بس ده ، واه دا اختر به څومره مزه دار وي په يو مسجد کې يو امام  پسې طالب جان او د ملي امنيتي ځواکونو عسکر مې، دواړه به جوړه ولاړ وي.))

د فيسبوک ګڼ شمېر نورو کارکوونکو بيا د اوربند د غځولو غوښتنه کړې ده او د پخواني طالب چارواکي ملا عبدالسلام ضعيف مرکه چې نوموړي تېره ورځ له امريکا غږ سره کړې، خپره کړې ده.

هغه هيله څرګنده کړې چې دا اوربند به د درېيو مياشتو لپاره وغځول شي.