کابل (پژواک، ۲۵ غبرلګولی ۹۶): ولسمشر اشرف غني په خپل اختریز پیغام کې د افغانستان ملت ته د کوچني اختر او ورسره په اوسني تاریخ کې د لومړي اوربند مبارکي وویله او زیاته یې کړده چې د هر هغه اقدام چې له لارې یې د وینې بهیدو مخه نیول کېږي هرکلی کوي.
هغه دغه راز د طالبانو پر رهبرۍ غږ وکړ چې د واقعي او دوامدارې سولې لپاره د ملت ارادې ته لبیک ووایي او د ملي او اسلامي ارزښتونو په رڼا کې د علماو وروستني وړاندیزونو ته چمتووالی وښیي.
ولسمشر غني په ارګ کې د اختر لمانځه له ادا کولو وروسته چې ګڼو دولتي چارواکو او رسنیو هم حضور درلود په خپله وینا کې وویل: ((په تاسف سره د روژې مبارکې میاشت کې زموږ د یو شمېر هېوادوالو وینې وبهولې، د تروریستي پېښو د قربانیانو کورنیو او په ځانګړي ډول د امنیتي او دفاعي ځواکونو او د کلیو پراختیا وزارت د شهیدانو کورنیو ته خپل د تسلیت او خواخوږۍ مراتب وړاندې کوم.))
ولسمشر له هغو کورنیو څخه په قدردانۍ چې اولادونه یې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو لیکو ته لېږلي زیاته کړه: ((د افغانستان دیني علماو تل د ټولنې د خیر او فلاح په خاطر د اسلامیت، انسانیت او زموږ د خلکو لپاره د سولې پیغامونه استولي دي، دا ځل هم زموږ معظمو علماو د روژې مبارکه میاشت کې یو ډېر لوی کار وکړ او په افغانستان کې د جنګ پر ضد یې جامع او تاریخي فتوا صادره کړه او په صراحت یې وویل، روان جنګ، انفجار، انتحار ، خشونت او افراطیت مطلق ناروا دي او د اسلام په مبین دین کې هیڅ شرعي اساس نه لري.))
ولسمشر له افغان طالبانو سره د اوربند په اړه وویل، د دیني علماو فتوا ته په درناوي حکومت له وسله والو طالبانو سره یو اړخیز اوربند اعلان کړ چې له دغه نېک نوښت وروسته طالبانو هم د نېکمرغه کوچني اختر په ورځو او شپو کې اوربند اعلان کړ.
ولسمشر هیله څرګنده کړه چې اوربند ادامه پیدا کړي او نوره د هېڅ افغان او مسلمان وینه تویه نه شي؛ ځکه میلیونونه افغانان د دغه اوربند ملاتړ کوي او تېره ورځ په ننګرهار ولایت کې ښځو په یو خودجوشه حرکت کې له اوربند څخه د ملاتړ په ترڅ کې د هغه د تداوم غوښتنه وکړه.
محمد اشرف غني وویل، د افغانانو تر منځ د سولې پروسې په اړه غوڅ ملاتړ او ملي اجماع موجوده ده، ملت تیار دی چې په هر قېمت له سولې څخه خپل ملاتړ ته ادامه ورکړي او دولت د ملت د ارادې په اساس تیار دی چې په دې برخه کې هر اړخیز ګامونه واخلي او د هلمندي ځوانانو د سولې کاروان یې عمده بېلګه ده چې د سولې د پیغام لپاره یې په تڼاکو پښو سلګونه کیلومتره پلی مزل وکړ.
ولسمشر له نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول د امریکا له متحدو ایالتونو، ناټو سازمان، د اسلامي همکاریو سازمان، برېتانیا دولت، اروپایي ټولنې او شانګهای سازمان څخه مننه وکړه چې د افغانستان د سولې پلان او اوربند ملاتړ یې وکړ.
هغه زیاته کړه: ((پرون شپه مې د خادم الحرمین الشرفین سره ټلیفوني خبرې وکړې او د سعودي عربستان پاچا د سولې پروسې او اوربند څخه خپل قاطع او هر اړخیز ملاتړ اعلان کړ.))
ولسمشر د طالبانو رهبرۍ ته په خطاب کې وویل: ((د طالبانو پر رهبرۍ غږ کوم چې د واقعي او دوامدارې سولې لپاره د خلکو ارادې ته لبیک ووايي او د ملي او اسلامي ارزښتونو په رڼا کې د علماو وروستي پیشنهاد ته تیاری وښیي او موږ د سولې پر وړاندې ټول موانع لرې کړي دي.))
ولسمشر څرګنده کړه، یو له هغو دلایلو چې د ملي جهاد حماسه د ثور له اتمې وروسته په نفاق، تضاد او فاجعه بدله شوه پر ټاکنو د اجماع نشتوالی و.
هغه وویل، ټاکنې د نظام د دوام او مشروعیت لپاره لازمي دي؛. له خلکو څخه په دې خاطر د زړه له کومې مننه کوم چې پر زیاتو ګواښونو سربېره د نوم لیکنې مرکزونو ته ولاړل او تر اوسه شپږ میلیونه پر شرایطو برابرو افغانانو په ټاکنو کې د ګډون لپاره نوم لیکنه وکړه.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP