منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۱۷ غ.م
۱۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ولسمشر غني: طالبان دې د واقعي او دوامدارې سولې لپاره د ملت ارادې ته لبیک وواي

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۱۳ کتنې

کابل (پژواک، ۲۵ غبرلګولی ۹۶): ولسمشر اشرف غني په خپل اختریز پیغام کې د افغانستان ملت ته د کوچني اختر او ورسره په اوسني تاریخ کې د لومړي اوربند مبارکي وویله او زیاته یې کړده چې د هر هغه اقدام چې له لارې یې د وینې بهیدو مخه نیول کېږي هرکلی کوي.

هغه دغه راز د طالبانو پر رهبرۍ غږ وکړ چې د واقعي او دوامدارې سولې لپاره د ملت ارادې ته لبیک ووایي او د ملي او اسلامي ارزښتونو په رڼا کې د علماو وروستني وړاندیزونو ته چمتووالی وښیي.

ولسمشر غني په ارګ کې د اختر لمانځه له ادا کولو وروسته چې ګڼو دولتي چارواکو او رسنیو هم حضور درلود په خپله وینا کې وویل: ((په تاسف سره د روژې مبارکې میاشت کې زموږ د یو شمېر هېوادوالو وینې وبهولې، د تروریستي پېښو د قربانیانو کورنیو او په ځانګړي ډول د امنیتي او دفاعي ځواکونو او د کلیو پراختیا وزارت د شهیدانو کورنیو ته خپل د تسلیت او خواخوږۍ مراتب وړاندې کوم.))

ولسمشر له هغو کورنیو څخه په قدردانۍ چې اولادونه یې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو لیکو ته لېږلي زیاته کړه: ((د افغانستان دیني علماو تل د ټولنې د خیر او فلاح په خاطر د اسلامیت، انسانیت او زموږ د خلکو لپاره د سولې پیغامونه استولي دي، دا ځل هم زموږ معظمو علماو د روژې مبارکه میاشت کې یو ډېر لوی کار وکړ او په افغانستان کې د جنګ پر ضد یې جامع او تاریخي فتوا صادره کړه او په صراحت یې وویل، روان جنګ، انفجار، انتحار ، خشونت او افراطیت مطلق ناروا دي او د اسلام په مبین دین کې هیڅ شرعي اساس نه لري.))

ولسمشر له افغان طالبانو سره د اوربند په اړه وویل، د دیني علماو فتوا ته په درناوي حکومت له وسله والو طالبانو سره یو اړخیز اوربند اعلان کړ چې له دغه نېک نوښت وروسته طالبانو هم د نېکمرغه کوچني اختر په ورځو او شپو کې اوربند اعلان کړ.

ولسمشر هیله څرګنده کړه چې اوربند ادامه پیدا کړي او نوره د هېڅ افغان او مسلمان وینه تویه نه شي؛ ځکه میلیونونه افغانان د دغه اوربند ملاتړ کوي او تېره ورځ په ننګرهار ولایت کې ښځو په یو خودجوشه حرکت کې له اوربند څخه د ملاتړ په ترڅ کې د هغه د تداوم غوښتنه وکړه.

محمد اشرف غني وویل، د افغانانو تر منځ د سولې پروسې په اړه غوڅ ملاتړ او ملي اجماع موجوده ده، ملت تیار دی چې په هر قېمت له سولې څخه خپل ملاتړ ته ادامه ورکړي او دولت د ملت د ارادې په اساس تیار دی چې په دې برخه کې هر اړخیز ګامونه واخلي او د هلمندي ځوانانو د سولې کاروان یې عمده بېلګه ده چې د سولې د پیغام لپاره یې په تڼاکو پښو سلګونه کیلومتره پلی مزل وکړ.

ولسمشر له نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول د امریکا له متحدو ایالتونو، ناټو سازمان، د اسلامي همکاریو سازمان، برېتانیا دولت، اروپایي ټولنې او شانګهای سازمان څخه مننه وکړه چې د افغانستان د سولې پلان او اوربند ملاتړ یې وکړ.

هغه زیاته کړه: ((پرون شپه مې د خادم الحرمین الشرفین سره ټلیفوني خبرې وکړې او د سعودي عربستان پاچا د سولې پروسې او اوربند څخه خپل قاطع او هر اړخیز ملاتړ اعلان کړ.))

ولسمشر د طالبانو رهبرۍ ته په خطاب کې وویل: ((د طالبانو پر رهبرۍ غږ کوم چې د واقعي او دوامدارې سولې لپاره د خلکو ارادې ته لبیک ووايي او د ملي او اسلامي  ارزښتونو په رڼا کې د علماو وروستي پیشنهاد  ته تیاری وښیي او موږ د سولې پر وړاندې ټول موانع لرې کړي دي.))

ولسمشر څرګنده کړه، یو له هغو دلایلو چې د ملي جهاد حماسه د ثور له اتمې وروسته په نفاق، تضاد او فاجعه بدله شوه پر ټاکنو د اجماع نشتوالی و.

هغه وویل، ټاکنې د نظام د دوام او مشروعیت لپاره لازمي دي؛. له خلکو څخه په دې خاطر د زړه له کومې مننه کوم چې پر زیاتو ګواښونو سربېره د نوم لیکنې مرکزونو ته ولاړل  او تر اوسه شپږ میلیونه پر شرایطو برابرو افغانانو په ټاکنو کې د ګډون لپاره نوم لیکنه وکړه.

ولسمشر څرګنده کړه، داسې معلومېږي چې افغانان د خپل راتلونکي لپاره له ټاکنو پرته هېڅ بله نسخه ګټوره نه ګڼي؛ ځکه په هېواد کې نورې ټولې نسخې تجربه او ناکامې شوې او افغانستان یې د بدبختۍ لور ته سوق کړی. نو زموږ خلک نه غواړي چې تېرې ترخې تجربې بیا تکرار شي.

ولسمشر د خپلو خبرو په پای کې وویل: ((اساسي قانون زموږ ملي وثیقه ده او د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د اساسي قانون د فرمایش په اساس ترسره کېږي،  څو د افغانستان ملت په خپله ازاده اراده سیاسي قشر او خپل راتلونکی زعامت وټاکي.))

وروسته ولسمشر  محمد اشرف غني د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست، اطفائیې، اوبو رسولو، د افغانستان برېښنا شرکت، ترافیکو ریاست کارکوونکو سره او همدارنګه ماشومانو سره د اختر مبارکي وکړه.

همدارنګه د هېواد ولسمشر ملي او سیاسي شخصیتونو، مشرانو، بېلابېلو اقشارو او د بېلابېلو حکومتي ادارو کارکوونکو سره چې د اختر لمانځه د اداکولو لپاره ارګ ته ورغلي وو، د اختر مبارکي وکړه.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست