ژبه

اوزبېکستان: د سیمې دوامداره ثبات د سیمه‌ییزې همغږۍ بهیرونو کې د افغانستان له ګډون سره تړلی

احمد صهیب حسرت

۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۱۳:۵۱

۱ کتنې

کابل (پژواک) – د اوزبېکستان د ولسمشر سلاکار جولان وهابوف په ناروې کې د افغانستان او سیمه‌ییز امنیت په اړه د یوې دوه ورځنۍ غونډې له جوړېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې په سیمه کې دوامدار ثبات د سیمه‌ییزې همغږۍ په بهیرونو کې د افغانستان د تدریجي ګډون له لارې شونی دی.

وهابوف پر خپله اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې دغه دوه ورځنۍ غونډه د ناروې د شخړو د حل مرکز (NOREF)  په نوښت د دغه هېواد په پلازمېنه اوسلو کې جوړه شوې ده.

هغه زیاته کړې ده چې په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د اوزبېکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت‌الله ارګاشف، په ناروې کې د اوزبېکستان سفیر رحمت‌الله نوریمبتوف، د اوزبېکستان د نړۍوال اقتصاد او ډیپلوماسۍ پوهنتون د نړۍوالو پرمختللو مطالعاتو انسټیټیوټ مرستیال عادل غفاروف او د ناروې استازو ګډون کړی و.

هغه زیاته کړې چې ګډونوالو له افغانستان سره د تعامل لپاره د لا عملي سیاستونو پر غوره کولو او د امنیت، سوداګرۍ، انرژۍ، ترانزیټ او سیمه‌ییز اتصال برخو کې د خبرو اترو پر دوام بحث کړی دی.

د وهابوف په خبره، د دغو خبرو موخه د هغو لارو چارو ارزول وو چې له افغانستان سره د همکاریو پراختیا د هېوادونو ګډې ګټې خوندي او د سیمې له ثبات سره مرسته کوي.

نوموړي لیکلي چې په دې غونډه کې یې د سولې د ټینګښت او له ګاونډیو هېوادونو سره د ښو اړیکو په برخه کې د اوزبېکستان تجربې له ګډونوالو سره شریکې کړې دي.

وهابوف ټینګار کړی چې اوزبېکستان باور لري، په سیمه کې دوامدار ثبات یوازې د سیمه‌ییزې همغږۍ په بهیرونو کې د افغانستان د تدریجي ګډون له لارې ترلاسه کېدای شي.

هغه دغه غونډه د دوه‌اړخیزو خبرو اترو د پراختیا لپاره هیله‌بښونکی پیل بللی او هیله یې څرګنده کړې چې په راتلونکي کې به دا ډول خبرې په منظم ډول دوام ومومي.