کابل (پژواک، ۲۶ غبرګولی ۹۷): ولسمشراشرف غني تر نامعلومې مودې پورې له وسله والو طالبانو سره داوربند غځولو اعلان وکړ.
ولسمشر دغه اعلان نن دغبرګولي په ۲۶مه، د ملي تلویزیون لخوا ولس ته پخپله وینا کې وکړې.
هغه زیاته کړې : ((یو ځل بیا درته د نیکمرغه کوچني اختر مبارکي وایم او خوشاله یم چې د اوربند له برکته له پرون راهیسې زموږ خلک اختر په ارامه فضا کې نمانځي او خوشاله یم چې اوربند له پراخ ولسي ملاتړ سره مخ شو.))
نوموړي وویل، چې له معمول سره سم ورته نن سهار د ټول هېواد امنیتي راپور راغی، ډېر لنډ و او ژر یې ولوست، ځکه په ټول هېواد کې د خدای (ج) له برکته خیر او خیریت و. له دې معلومه شوه چې اوربند نه یوازې ممکن دی بلکې عملي هم دی.
ولسمشر غني زیاته کړې، څو ورځې مخکې یو د اوربند لپاره امادګي نیوله، اکثرو شک درلود، دوی فکر کاوه چې اول به طالبان دا ونه مني، بل به دا څنګه عملي کېږي؟
خو له اوربند سره دا شکونه او ابهامات ختم شول او همدارنګه له اوربند سره د ډېرو سیاسیونو او تحلیلګرانو فرضیې غلطې ثابتې شوې.
هغه زیاته کړه، د افغانانو دغه ابتکار ثابته کړه چې استثنايي خلک دي او ډېر هغه کارونه چې په نوره نړۍ کې ناممکن دي دلته واقع کېدای شي.
ولسمشر غني وویل، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ اوربند ته د احترام په خاطر او د ښه نیت د څرګندولو په خاطر پرون۴۶ تنه طالبان له زندانه ازاد کړل، د محبوسینو د ازادولو لړۍ به دوام وکړي، په دې شرط چې د سولې او اوربند په هکله د مقابل لوري څخه هم مثبت عکس العمل ولیدل شي.
ده زیاته کړه : ((موږ همهجانبه سولې او مذاکراتو ته حاضر یوو، ټول هغه مسائل او غوښتنې چې د طالبانو او افغان حکومت له خوا مطرح شوي دي، د سولې د مذاکراتو په وخت کې پرې هر اړخیز بحث ته حاضر یوو. د افغانستان حکومت د ګاونډیو هېوادونو له نقش نه نیولې د بهرنیو پوځیانو د حضور، نقش او راتلونکي سرنوشت په سر بحث ته چمتو دی.))
دهغه په وینا، د ټولو مسائل او ستونزې شریکې دي او افغانان حاضر دي چې دا مسائل خپله په ګډه حل کړي.
ولسمشر غني وویل، سولې لپاره اجماع رامنځته شوې او د دغې اجماع ښه نمونه د اختر لمانځه په وخت جوماتونو او عیدګاه ګانو کې د طالبانو او حکومتي افرادو په ګډه لمونځ ادا کول دي. دواړو طرفونو د معمول خلاف د سولې او خوشالۍ ترانې زمزمه کړې، چې دا خبره د دغې اجماع په رښتینولۍ او صداقت دلالت کوي.
ده زیاته کړه، په لوګر، کندهار، فاریاب، کندز، زابل، میدان ښار، ننګرهار، لغمان او په ټول هېواد کې د اختر په خطبو کې فضا کاملاً بدله وه، ټولو دیني علماوو د اسلام له نظره د سولې په ارزښت، اهمیت او ضرورت ویناوې کړي دي. زه د افغانستان له جیدو علماوو څخه مننه کوم چې خپل تاریخي، دیني او ملي رسالت یې په ښه توګه ترسره کړی دی.
هغه وویل، دغو دلایلو ته په کتو او د ولس قاطع غوښتنې ته د احترام په خاطر د کوچني اختر له څلورمې ورځې څخه د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د اوربند د تمدید هدایت ورکوم، د تمدید شوي اوربند جزئیات به ډېر ژر ملت سره شریک شي.
خو ولسمشر زیاته کړه، په ټول هیواد کې امنیتي ځواکونو لارښوونه شوې، چې هر ډول برید په شا وتمبوي ، له خلکو او هیواده دې په کلکه دفاع وکړي.
اشرف غني له افغان وسله والو طالبانو هم غوښتي، چې هغوی هم خپل اوربند تمدید کړي. د اوربند په موده کې به د افغانستان د حکومت له خوا د طالبانو ټپیانو ته طبي مرستې او د اړتیا په وخت کې بشري مرستې ورسېږي او د طالبانو بندیانو ته به له خپلو کورنیو سره د اسانه تماس او لیدلو زمینه مساعده شي.
هغه د افغانستان له سیاسي قشر، قومي مشرانو او دیني علماوو څخه غوښتي چې له دغه تمدید شوي اوربند څخه ملاتړ وکړي او خلک د دغه اوربند د ملاتړ په خاطر بسیج او وهڅوي.